کندهار (پژواک، ۱۸وری ۹۹): په کندهار ښار کې یو تن پر خپلې ښځې له ډزو وروسته ځان یې هم ویشتلی او وژل شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی پېښه تاييدوي او وايي، یو تن په خپل موبایل پلورنځي کې یوه ښځه ویشتلې او ټپي کړې ده، وروسته یې ځان ویشتلی او وژل شوی دی .
هغه زیاته کړه، پېښه من غرمه مهال د کندهار ښار د ۴مې امنیتي حوزې اړوند په عیدګاه دروازه کې شوې ده.
دده په وینا، د پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده خو پولیسو پلټنې پیل کړي دي.
له بلې خوا یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل، وژل شوی او ټپې شوې خاوند او مېرمن دي، مېرمنې چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده لرله خپل خاوند ته موبایل پلورنځی پرانیستی و او پر همدې یې له هغه سره جنجال کړی و.
سرچینې زیاته کړه چې وروسته یې ښځه هم ساه ورکړې ده
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن