هرات(پژواک، ۲۰وری۹۹): د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د چهارشنبې له شپې راهیسې د کرونا د تشخیص د لوازمو د نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د تشخیصه مرکز چارې ودرېدې.
د هرات روغتیایي مسوولین ددې چارې په تایید سره وایي چې د عامې روغتیا وزارت سره یې د اړتیا وړ تشخیص د لوازمو موضوع شریکه کړې ده. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي پژواک ته وویل چې ټاکل شوې د یاد مرکز د اړتیا وړ لوازم نن مازیګر د ملل متحد د الوتکې په وسیله را انتقال شي او نور به بیا پنځه ورځې وروسته راوړل شي.
د هرات د عامې روغتیا رییس وایي چې په ټول هېواد او ان په نړۍ کې دوه ډوله لوازم ( وي ټي ام او پي ان اې) کم دي. ده زیاته کړه چې دغه لوازم د روغتیا نړیوال سازمان له خوا جوړیږي. هغه زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان ددغو لوازمو د رالېږلو ژمنه کړې ده چې له دې سره به د کرونا د مشکوکو پېښو د تشخیص شمیر زیات شي.
دده په خبره، دغه دوه لوازم په عامه روغتیا وزارت کې هم کم دي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې یوشمېر کسان د کرونا د مشکوکو پیښو تشخیص ته منتظر دي. د یادونې ده چې تراوسه په هیواد کې په کرونا د اخته پېښو شمیر ۴۲۳ ته رسېدلی چې یواځې ۲۵۰ یې په هرات کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن