Language

د افغانستان حکومت نن سل تنه نور طالب بندیان خوشې کوي

کابل (پژواک، ۲۱وری۹۹): د ولسمشر د فرمان له مخې سل نور طالب بندیان هم خوشې کیږي.                                   

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي د بګرام له زندان څخه سل نور طالب بندیان هم خوشې کیږي.

  دغه بندیان د سن،  روغتیایي وضعیت او د قید مودې ته په کتو خوشې کیږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم سل طالب بندیان خوشې شوي وو.   

login or register a new account.