Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 پل علم (پژواک، ۲۸ وری ۹۹): د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې نهه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د لوګر د څرخ ولسوال خلیل الله کمال د وري په ۲۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دشت سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.

هغه وایې چې په دغه جګړه کې نهه امنیتي سرتیري وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. دغه راز د دشت سیمې اوسیدونکي سید عمران پژواک ته وویل چې جګړې پنځه ساعته دوام وکړ.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شميره یې نه ده معلومه.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څرخ د لوګر جنوب ته په ۱۵ کیلومترۍ پرته ولسوالۍ ده چې د دغه ولایت له نا امنو سیمو څخه شمیرل کیږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.