کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۹) : په بادغیس ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۱۳ تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
ددې ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي بهاوالدین قادسي د غویي په ۵ مه ویلي چې دا برید تیره شپه د ولایت د مرکز قلعه نو په اوه کیلو مترۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو شوی و.
هغه زیاته کړې چې په دې برید کې ۱۳ تنه پاڅونوال وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
ددې ولایت امنیتي مسوولین په یاده سیمه کې د پاڅونوالو د یوې پوستې سقوط تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.
د بادغیس دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر شیراغا الکوزی وایي چې طالبانو د خپلو نفوذي همکارانو په مرستې دا برید کړی و.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال ده چې ملګرو ملتونو ګڼ شمیر هیوادونو او افغان حکومت د اوربند غوښتنې کوي، خو طالبانو خپل بریدونه تیز کړي او په تیره یوه اونۍ کې تر سلو ډیر دولتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP