منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بادغیس ولایت کې ۱۳ تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۷ کتنې

کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۹) : په بادغیس ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۱۳ تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

ددې ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي بهاوالدین قادسي د غویي په ۵ مه ویلي چې دا برید تیره شپه د ولایت د مرکز قلعه نو په اوه کیلو مترۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو شوی و.

هغه زیاته کړې چې په دې برید کې ۱۳ تنه پاڅونوال وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې ولایت امنیتي مسوولین په یاده سیمه کې د پاڅونوالو د یوې پوستې سقوط تاییدوي،  خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.

د بادغیس دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر شیراغا الکوزی وایي چې طالبانو د خپلو نفوذي همکارانو په مرستې دا برید کړی و.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال  ده چې ملګرو ملتونو ګڼ شمیر هیوادونو او افغان حکومت د اوربند غوښتنې کوي، خو طالبانو خپل بریدونه تیز کړي او په تیره یوه اونۍ کې تر سلو ډیر دولتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه