Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۸ غويی ۹۹): د سوېل ختيځ په مرکز ګردېز کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې چې د يوې مياشتې په اوږدو کې به يې چارې بشپړې شي.

ياد روغتون د ګردېز د پخواني هوايي ډګر ځمکه کې چې اوسمهال پکتيا پوهنتون ته سپارل شوې جوړيږي او له کرونا وروسته به د دغه پوهنتون کادري روغتون شي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د دغه روغتون ودانۍ په ۲۵۰۰ متره مربع ساحه کې جوړيږي چې ۲۴ څلور بستريزې او ۱۲ يو بستريزې خونې، ۱۴ اداري خونې او ۲۴ تشنابونه به ولري.

کټوازي پژواک ته وويل چې له دې سربېره به د موټرو د پارکېنګ او نورو اړوندو اسانتياوو لپاره هم کافي ځای ولري.

نوموړي زياته کړه: ((دا روغتون د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره جوړيږي، چې کارونه به يې له ۲۰-۳۰ ورځو پورې د رياست جمهوري د عملياتي ټيم لخوا مکمل شي. د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره چې کومو امکاناتو ته ضرورت دی، هغه تيار رارسېدلي، چې تعمير مکمل شي، ژر به مجهز کيږي او ناروغان به په کې بستريږي.))

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې د دغه روغتون په جوړېدو به د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره اساسي اسانتياوې رامنځته شي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((اوسمهال په دې سيمه کې کرونا په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، نو خلک بايد په دې برخه کې ټولې سپارښتنې عملي کړي.))

ولايتي شورا او خلک د کرونا ناروغانو د درملنې د سل بستريز روغتون د چارو په پيل خوښ دي او وايي دولت او ملت په ګډ کار کولای شي، د دې لوی ناورين مخه ډب کړي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي سخي جان وفايار وويل: ((لکه څنګه چې دا روغتون جوړيږي، ور سره يې بايد ټول وسايل او ضرورتونه هم پوره شي، دا به نه يوازې د پکتيا بلکې د دې زون د ټولو ولايتونو لپاره سهولت او خوښي وي.))

دمګړۍ په ګردېز کې د زون په کچه د کرونا ويروس ناروغۍ تشخيصيه لابراتوار هم فعاله شوى چې هره ورځ په کې له پکتيا سربېره، د پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو ګڼې شکمنې پېښې چک کيږي.

تر دې دمه په پکتيا کې د کرونا ناروغۍ ۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې درې تنه ترې بېرته رغېدلي دي.

د يادونې ده چې په ټول هېواد کې تر ننه د کرونا ناروغۍ ١٧٠٣ مثبتې پېښې شوي چې ٥٧ کسان ترې مړه او ٢٢٠ يې بېرته جوړ شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.