Language

په کابل کې د ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

کابل (پژواک,۱۰غویی۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د چهاراسیاب په ریشخورو سیمه کې د ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي.     

 د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې دغه برید نن سهار اته بجې د کابل د چهاراسیاب په ریشخورو سیمه کې شوی دی.

د هغه په وینا, په دغه برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي .

ارین هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې برید په ریشخورو کې پر نظامي مرکز شوی او زیاته یې کړه چې ياد برید دعامو خلکو په منځ کې شوی دی.

په دې اړه به نور معلومات وروسته په ډاګه شي.

login or register a new account.