Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي

ښرنه (پژواک، ١٥ غويی ٩٩): د پکتيکا په خيرکوټ ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله ٢٠ لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.

د خېرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعال خورشيد امان کټوازي د غويي په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د محمد حسن کلي په جومات کې پر تراويح کوونکو لاسي بم غورځولى دى.

هغه وايي، په دغه بريد کې ٢٠ ملکي وګړي ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده وويل: ((طالبانو له چاودنې وروسته په دغه سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ډزې هم کړې دي.))

دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آرين پژواک ته وويل چې دغه بريد د وسله والو طالبانو له لوري شوى, خو څوک په کې وژل شوي نه دي.

ده هم وويل، په بريد کې ٢٠ لمونځ کوونکي ټپيان شوي چې د خېرکوټ ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د محمد حسن کلی په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو د استازي نادرخان کټوازي او د پکتيا د والي شميم خان کټوازي پلرنى ټاټوبى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.