خوست ښار (پژواک، ۱۷سلواغه ۹۹): د خوست يو شمېر اوسېدونکي چې په دغه ولايت کې وروستيو هدفي وژنو او ترور اندېښمن کړي او وايي چې د دوی پر کاروبار او ورځني ژوند يې منفي اغېز کړی دی.
هغوی زیاتوي، که حکومتي مسوولين د دغه کار مخه ونه نيسي، ښايي دغ حالت تر دې هم بدتر شي چې بيا به يې کابو کول سخت کار وي.
که څه هم حکومتي سرچينې يې په اړه څه نه وايي، خو د ځينو تقريبي شمېرو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې تر لسو ډېرې هدفي وژنې په ښار او ښار ته نږدې سيمو کې ترسره شوې چې ظاهراً يې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د دغو وژنو وروستۍ بېلګه وړمه ورځ د خوست ښار اړوند ميخانيکي انسټيټیوټ ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو له خوا د دوو پوليسو ترور وو چې له روژه ماتي څو دقيقې مخکې ترسره شو.
د صالح همدرد په نوم د خوست ښار يوه هټۍ وال پژواک خبري اژانس ته وويل له کله چې د هدفي وژنو لړۍ تېزه شوې، ورسره د دوی کاروبار هم اغېزمن شوی دی.
هغه زياتوي: ((کوم خلک چې به موږ ته راتلل، دولتي چارواکي او يا نور مالداره کسان اوس وو، په ازاد ډول نه شي راتلی؛ ځکه له ترور نه وېريږي.
له حکومتي مسوولينو مو غوښتنه دا ده چې دې برخې ته متوجه شي.))
د قيوم افغان په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي بیا پژوک اژانس ته وويل، د حکومتي چارواکو، په ځانګړي ډول د امنيتي او کشفي ارګانونو د بې غورۍ له کبله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
هغه غوښتنه کوي چې حکومت بايد خپل امنيتي او کشفي ارګانونه دې برخې متوجه کړي، څو د نورو کسانو د وژل کېدو مخه نيول شوې وي.
دی وايي: ((هغه لارې چې ښار ته راغلي دي؛ هر څوک کولی شي چې په ډاډه زړه له ځان سره وسله راوړي. خو که تلاشي زياته شي او چيک پاينټونه ډېر شي، بيا ښار کې د هدفي وژنو مخه په اسانۍ سره نيول کېدای شي.))
ورته مهال د خوست ولايتي شورا يوه غړي جانمير ځاځي هم پژواک ته وويل، تر دې دمه د خوست امنيتي او کشفي ارګانونه پر دې نه دي توانېدلي چې ښار او ښار ته نږدې سيمو کې د هدفي وژنو مخه ونيسي.
هغه وويل، که چېرې دا لړۍ همداسې دوام پيدا کړي، نو د خوست اوسنۍ نسبي ښه امنيتي حالت چې د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په پرتله يې لري، تر سوال لاندې راشي.
login or register a new account.