منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۷سلواغه ۹۹): د خوست يو شمېر اوسېدونکي چې په دغه ولايت کې وروستيو هدفي وژنو او ترور اندېښمن کړي او وايي چې د دوی پر کاروبار او ورځني ژوند يې منفي اغېز کړی دی.

هغوی زیاتوي، که حکومتي مسوولين د دغه کار مخه ونه نيسي، ښايي دغ حالت تر دې هم بدتر شي چې بيا به يې کابو کول سخت کار وي.

که څه هم حکومتي سرچينې يې په اړه څه نه وايي، خو د ځينو تقريبي شمېرو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې تر لسو ډېرې هدفي وژنې په ښار او ښار ته نږدې سيمو کې ترسره شوې چې ظاهراً يې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د دغو وژنو وروستۍ بېلګه وړمه ورځ د خوست ښار اړوند ميخانيکي انسټيټیوټ ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو له خوا د دوو پوليسو ترور وو چې له روژه ماتي څو دقيقې مخکې ترسره شو.

د صالح همدرد په نوم د خوست ښار يوه هټۍ وال پژواک خبري اژانس ته وويل له کله چې د هدفي وژنو لړۍ تېزه شوې، ورسره د دوی کاروبار هم اغېزمن شوی دی.

هغه زياتوي: ((کوم خلک چې به موږ ته راتلل، دولتي چارواکي او يا نور مالداره کسان اوس وو، په ازاد ډول نه شي راتلی؛ ځکه له ترور نه وېريږي.

له حکومتي مسوولينو مو غوښتنه دا ده چې دې برخې ته متوجه شي.))

د قيوم افغان په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي بیا پژوک اژانس ته وويل، د حکومتي چارواکو، په ځانګړي ډول د امنيتي او کشفي ارګانونو د بې غورۍ له کبله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت بايد خپل امنيتي او کشفي ارګانونه دې برخې متوجه کړي، څو د نورو کسانو د وژل کېدو مخه نيول شوې وي.

دی وايي: ((هغه لارې چې ښار ته راغلي دي؛ هر څوک کولی شي چې په ډاډه زړه له ځان سره وسله راوړي. خو که تلاشي زياته شي او چيک پاينټونه ډېر شي، بيا ښار کې د هدفي وژنو مخه په اسانۍ سره نيول کېدای شي.))

ورته مهال د خوست ولايتي شورا يوه غړي جانمير ځاځي هم پژواک ته وويل، تر دې دمه د خوست امنيتي او کشفي ارګانونه پر دې نه دي توانېدلي چې ښار او ښار ته نږدې سيمو کې د هدفي وژنو مخه ونيسي.

هغه وويل، که چېرې دا لړۍ همداسې دوام پيدا کړي، نو د خوست اوسنۍ نسبي ښه امنيتي حالت چې د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په پرتله يې لري، تر سوال لاندې راشي.

 ځاځي زياته کړه: ((ښه خبره دا ده چې موږ کشفي او امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړو او کشفي او امنيتي ارګانونه مکلف دي چې دقيق پرمختګونه او لاسته راوړنې ولري او خپل تکتيکونه په کار واچوي، څو هغه کسان چې هدفي وژنې کوي، په نطفه کې شنډ کړي.))

بل پلو د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سيداحمد بابازی بيا وايي، هدفي وژنې نه يواځې په افغانستان، بلکې د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم ترسره کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، له نورو امنيتي او کشفي ارګانونو سره په ګډه یې يو منظم پلان باندې کار پيل کړی، څو په دغه ولايت کې د هدفي وژنو ترڅنګ د نورو ورانکارو کړنو مخه ونيسي چې دې برخه کې ځينې لاسته راوړنې هم لري.

دی زياتوي: ((د دې پلان له لارې به موږ وکولی شو په ښار او اطرافو کې د هدفي وژنو او نورو ورانکارو کړنو چې دې وروستيو کې ترسره شوې، مخه ونيسو، خو دې برخه کې د خلکو همکاري هم اړينه بولم؛ ځکه د هغوی له همکارۍ پرته موږ هيڅ هم نه شو ترسره کولی.))

که څه هم په دې وروستيو کې دغه ولایت کې د ناامنی غټې پېښې نه دي شوې، خو ستره اندېښنه چې خلکو سره يې پيدا کړې، هغه د هدفي وژنو ده او خلک يې د مخنيوي لپاره له حکومت څخه د کوټلو ګامونو اخيستو غوښتنه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه