کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): شپېته کلن ملا نېک محمد چې د ژوند ډېره برخه یې د سولې هڅو ته ځانګړې کړې وایي، سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې د هېواد هر وګړی را پورته شي او جګړې ته “نه” ووایي.
د سولې ولسي حرکت غړی او د سولې د هڅو دغه فعال چې د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د سولې په کمپاینونو، غونډو، لاریونونو او نورو مدني خوځښتونو کې فعاله برخه اخلي؛ ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته ځي څو خلک را ويښ شي او ټول په ګډه د سولې غږ بدرګه کړي.
هغه چې د خپل کلي قومي مشر هم دی له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې د خپلو دغو هڅو په اړه وویل:”پر موږ هسې هم تېره ده، لږ تر لږه خپلو اولادونو او نوي نسل ته خو به یو سوله ییز افغانستان پرېږدو، دا باید هېر نه کړو چې زموږ د اولادونو برخلیک د هېواد له برخلیک سره تړلی دی.”
ملا نېک محمد چې دودیزې دیني زده کړې یې کړي او د خپلې لس کسیزې کورنۍ د نفقې په موخه د کر او کروندې په کارونو بوخت دی، وايي له هغه وروسته چې د هېواد په لر او بر کې د سولې هڅې پیل شوې، ده هم خپل ډېر وخت د سولې هڅو ته ځانګړی کړی.
هغه وایي، له هغې ورځې چې په ښه او بد پوهېدلی، یوازې جګړې او ناخوالې یې لیدلي او خوښۍ یې په ژوند کې ډېرې لږ په برخه شوي دي. د ده په خبره، همدا درد او کړاو هڅولی چې د سولې لپاره کار وکړي.
خو دی وايي، تر هغه چې د هېواد هر وګړی را پورته نه شي او جګړې ته “نه” و نه وايي، په هېواد کې تلپاتې سوله یو خوب او خیال دی.
دی په دې باور دی چې یوازې ولس سوله ممکنه کولای شي، خو هله چې ټول په یووالي غږ پورته کړي او د یوه لوی ځواک په څېر د جګړې پر ښکېلو غاړو فشار راوړي او له جګړې یې پر شا کړي.
د ده په خبره، خپل پاتې ژوند یې همدې لوی کار ته ځانګړی کړی، د سولې په تړاو په مدني حرکتونو کې ګډون کوي، په خلکو کې د سولې ذهنیت خپروي او تر هغوی د سولې پیغام رسوي.
هغه د دغو خبرو پر مهال په یوه ژور سوچ کې لاړ او وروسته یې زیاته کړه: “لکه یو روژتي کس چې اوبو ته تږی وي، دغسې سولې ته تږی یم. “
.jpg)
ملا نیک محمد د سولې وروستیو هڅو ته په اشارې وايي، خلک رښتینې سوله غواړي، نه نمایشي او د څو ورځو سوله.
د ملانېک محمد په وینا، مهمه دا ده چې د سولې روانې هڅې په هېواد کې روان جنګ ودروي او همدا سوله ده.
خو د ده په اند، په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د جګړې سختوالي خلک څه نه څه ناهیلي کړي، ځکه ټول د تاوتریخوالي د کمښت په تمه و چې له بده مرغه داسې و نه شول.
د ده په خبره، جګړه لا هم روانه ده، دردونه، ټپونه او مړي یې پر هماغه حال دي، په دغسې یوه حالت کې به خلک څرنګه سولې ته هیله من شي.
دی له طالبانو او حکومت څخه غواړي چې د سولې لپاره د یوه او بل پر وړاندې نرمښت وښيي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ارزښت ورکړي.
هغه د روژې په میاشت کې د طالبانو له خوا د اوربند د غوښتنې ردولو خپه کړی او وايي، طالبانو باید د ولس په خاطر دا غوښتنه منلې وای.
د روژې میاشتې له پیل کېدو سره حکومت او نړیوالو بنسټونو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي، خو هغوی دغه غوښتنه رد کړه او جګړو ته یې زور ورکړی دی.
ملا نېک محمد وايي، په داسې یو وضعیت کې چې د هېواد اوسېدونکي وار له مخه اوږدې جګړې ځپلي او له بلې خوا د کرونا ویروس خپرېدو له امله د ژوند ټولې چارې اغېزمنې شوي، د طالبانو له خوا د اوربند د غوښتنې نه منل د غندنې او کرکې وړ کړنه ده.
دی وايي: “خدای (ج) په رښتیا ویلو خوشحالېږي، که رښتیا ووایم نو حکومت تر ډېره بریده د سولې په تړاو د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی، خو طالبانو کله هم د ولس د غوښتنو احترام نه دی کړی. “
دی وايي چې ولس په هر حالت کې د سولې غوښتونکی دی او دا یې شرعي، قانوني او انساني حق دی او د هغوی دا غږ باید واورېدل شي.
هغه وایي چې د سولې کاروان له غړیو سره د سولې لپاره یې ګڼو ولسوالیو، کلیو او بانډو ته سفرونه کړي، خو وروستي وضعیت او په ځانګړې توګه کرونا ویروس د سولې په تړاو د دوی پر هڅو هم سیوری غوړولی، خو له دې سره، سره هڅې کوي چې خپل فعالیتونه روان وساتي.
ده د سولې لپاره د خپل یوه سفر خاطره یاده کړه: “میوند ولسوالۍ ته مو د سولې په تړاو له موټریز کاروان سره سفر کړی و، د دې ولسوالۍ د کلیو او بانډو سلګونه کسان زموږ هرکلي ته راوتلي وو او له موږ سره یو ځای یې د سولې غږ بدرګه کړ، له هغوی سره لسګونه ماشومان او تنکي ځوانان هم وو او له موږ څخه یې پوښتنې کولې چې سوله به کله راځي؟”
دی وايي، همدا یې د ژوند نه هېرېدونکې خاطره ده چې د دې هېواد ځوان، بوډا، ښځه او ان ماشوم هم د سولې په ارمان دي.
د ده په خبره، د هغو دردېدلو ماشومانو پوښتنې یې تل په ذهن کې انګازې کوي او له ده یې ارام اخیستی خو نه پوهېږي چې د جګړه مارو زړونه به کله نرم کړي؟!
دا یوازې ملا نېک محمد نه دی چې په هېواد کې یې د سولې او ثبات لپاره هڅې پيل کړي، بلکې په دې وروستیو کې کندهار کې سلګونو وګړو او لسګونو مدني ټولنو د سولې په تړاو بېلابېل مدني فعالیتونه پيل کړي دي.
.jpg)
دغه وګړي او ټولنې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د سولې په ملاتړ لاریونونه کوي، موټریز کاروانونه جوړوي، مطبوعاتي مناظرې کوي، تعلیمي او ورزشي سیالۍ جوړوي څو عام ذهنیت سولې ته چمتو شي.
په دې برخه کې د سولې ولسي حرکت د یادولو دی چې دوه کاله مخکې یې غړو د سولې له پیغام سره له هلمنده پلی تګ پیل کړ، کندهار ته راغلل او له دې ځایه یې دغه پیغام تر مرکز کابل او د هېواد تر نورو ولایتونو ورساوه.
د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست پژواک ته وویل، تر دې وړاندې جګړه لومړیتوب و او سوله یوازې یو شعار و، خو کله چې ولس راپورته شو، مدني حرکتونه یې پیل کړل، لاریونونه او احتجاجونه یې وکړل نو سوله په یوې قوي داعیې بدله شوه، نړۍ هم سولې ته پاملرنه ډېره کړه او تر یوه بریده یې د جګړې پر ښکېلو غاړو فشار هم وارد کړ.
ده وویل چې د سولې ولسي حرکت په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او تر دې مهاله د پليو تګونو، لاریونونو او موټریزو کاروانونو په بڼه ان د طالبانو تر ولکې لاندې ۴۳ سیمو ته هم تللي دي.