Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي امنیت: کابل کې دداعش او حقاني شبکې ګډه مهمه هسته له منځه یوړل شوه

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): د ملي امنيت ریاست وايي، چې د ځانګړو ځواکونو په درېيو بېلابېلو عملياتو کې يې د داعش او حقاني شبکې یو ګډ مرکز له منځه وړی دی.

له دغه رياست څخه نن د غويي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په درېيو عملياتو کې د کابل ښار په يوولسمې حوزې او په شکردرې ولسوالۍ کې د داعش او حقاني شبکې يو ګډ مرکز له منځه وړی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت په ځانګړو عملياتو کې هغه ترهګريز مرکز تعقیب او پېژندل شوی چې د هېوادوالو په وژلو او د کابل د امنيت خرابوالي کې ښکیل و.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي:« د داعش او حقاني ډلې دغه ګډ مرکز چې د داعش د مشر،ثنا‌ءالله او د حقاني شبکې له همغږۍ سره په کابل کې مديريت کېده ، په ارګ کې د ولسمشر غني د لوړې پر مراسمو راکټي بريدونو ، د سیکانو پر درمسال، د مزاري د تلین پر مراسمو او بګرام هوایې ډګر باندې دوه راکيټي بریدونه کړي،او همدراز دوی د کابل په ځينو سيمو کې هدفی وژنې هم کړې وې.»

د یادونې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم د تیرکال کب میاشتې په اتمه، د کابل ښار د هندوانو پر درمسال برید د سږکال وري میاشتې په شپږمه او د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین د نمانځنې غونډې پر مهال سږکال د کب میاشتې په ۱۶ مه بریدونه وشول چې په دغو بریدونو کې ۷۵ کسان ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شوي وو.

سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې پنځه کسان وژل شوي او اته نور وسله وال د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې له یاد کسانو څخه همداراز ۸۲ ملي متري توپونه او هاوانونه ،۲۵۰ کيلو چاودېدونکي توکي او نورې مهمې وسلې هم د ملي امنيت لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.