کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت له ډاکترانو سره د خلکو پر ناسم چلند د نیوکې ترڅنګ وایي، که ډاکتران ووهل یا وډبول شي او یا یې سپکاوی وشي له کرونا سره مبارزه کې یې روحیه زیان ویني او دندې به پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ماسپښین په کابل کې د افغان جاپان روغتون کې پر کرونا د اخته یوه کس له مړینې وروسته د یاد مړه شوي ناروغ خپلوانو پر ډاکترانو برید وکړ او څو روغتیایي کارکوونکي یې په وهلو ډبولو ژوبل کړل.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین وحیدالله مجروح پژواک ته وویل چې روغتیایي کارکوونکي په داسې حال کې وهل کېږي او سپکاوی یې کېږي چې پر کرونا اخته کس نږدي کورني حتا حاضر نه دي هغه ته نږدې شي.
هغه د ناروغانو پایوازانو ته په خطاب کې وویل: ((دغه کار د هېواد د سپین پوښو سرښندنې بدله نه ده، که قدر نه کوئ، پر مخ مو پر سیلۍ مه وهئ، موږ تاسو ته له خدمت او درد ته له درملنې پرته مو بل هدف نه لرو.))
نوموړی وایي، کله یې چې د همکارانو پر وینو لړلې جامې او صورت یاد ته راځي، سترګو کې یې اوښکې راشي او غریو یې ونیسي او زړه یې درد وکړي.
هغه څرګنده کړه، د دغسې وضعیت دوام له کرونا سره د مبارزې په برخه مې د ډاکترانو روحیې زیان رسوي او ښایي ډاکتران خپلې دندې پرېږدي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، کوم ناروغ چې مړ شوی و، سپین ږیری و چې د شپې ناوخته روغتون ته راوړل شوی و او د بستر پر مهال یې روغتیایي حالت نازک و.
هغه زیاته کړه، د یاد مریض شپږو پایوازانو په داسې حال کې د روغتون پر طبیب او نرس برید وکړ چې هغوی د ناروغ پر قلبي احیا_ ریوي Cardiopulmonary Resucitation باندې بوخت وو.
د افغان_ چاپان روغتون رییس ډاکتر حکیم الله صالح د روغتیایي کارکوونکو وهلو ته په اشاره وویل، کله یې چې ناروغ روغتون ته راووړ، ستونزه یې جدي وه او ډاکتران د وروستۍ مرحلې د اجرا په حال کې چې CPR ورته وایي، وو چې تر برید لاندې راغلل.
هغه وویل: ((بالاخره پولیس راغلل او مداخله یې وکړه، خو د روغتون منځ کې هیڅ ډز نه دی شوی.))
login or register a new account.