کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹): ولسمشر اشرف غني د خوست د امنیې قوماندان پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د هغه وژل یې غندلي دي.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سیداحمد بابزی له درېیو پولیسو د تېر پشلمي پر مهال په داسې حال کې چې پر امنیتي پوستو د بریدونو پر مهال مرستې ته روان و، د طالبانو له خوا په یوه چاودنه کې ووژل شو.
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دې پېښې د غندلو پر مهال ویلي، جنرال بابزی د هېواد د صادق او زړور بچي په توګه د خپلو هېوادوالو د امنیت او خوندیتوب په موخه د قدر وړ خدمتونه وکړل او په همدې مقدسه لاره کې یې خپل ځان نذرانه کړ. ده زیاته کړې: ((موږ او ټول هېوادوال یې د وطنپالنې او سرښندنو قدرداني کوو.)) ولسمشر غني ویلي، په دغه نازک پړاو کې چې له یوې خوا هېوادوال تحمیلي جګړې او له بل لوري د کرونا ویروس خپرېدو او د هغه منفي اغېزو ته اندېښمن دي، هېوادوالو او نړۍ والې ټولنې له کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې او تلپاتې سولې د تامین په موخه بار بار طالبانو ته د اوربند منلو وړاندیز وکړ، خو له بده مرغه طالبانو لا هم له جګړې او د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی، هیله ده چې بشري اوربند ومني. د جنرال بابزي جسد نن په یوه چورلکه کې لومړی کابل او بیا ننګرهار ولایت ته ولېږدول شو چې د جلال اباد په شېرزي لوبغاړي کې یې په رسمي مراسمو کې د جنازې لمونځ ترسره شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP