Language

په افغانستان کې ۳۷۷۸ کسان پرکرونا اخته، ۱۰۹ مړه او ۴۷۲ نور روغ شوي

 

کابل (پژواک، ۱۹ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۱۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېره ۳۷۷۸ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر وحیدالله مجروح د غویي په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۱۵ نوې  پيښې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې موده کې ۳ تنه مړه او څلور تنه بېرته روغ شوي دي.

مجروح وایي،  تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۷۲ تنه بېرته روغ شوي، خو ۱۰۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۳۷۷۸ مثبتو پېښو څخه ۹۷۵ یې په کابل، ۷۶۴ یې په هرات، ۴۸۱  یې په کندهار، ۲۸۱ یې په بلخ، ۱۸۲يې په پکتيا،۱۱۱ یې په ننګرهار، ۷۷ یې په لغمان، ۷۹ یې په غزني، ۷۰ یې په تخار، ۶۸ یې په لوګر، ۶۰ یې په بغلان، ۵۹ یې په سمنګان، ۵۳-۵۳ يې په نيمروز او پنجشېر، ۴۲ يې په کندوز، ۳۷ یې په کونړ، ۳۴ یې په بادغیس، ۳۳ یې په میدان وردګو، ۴۳ یې په جوزجان، ۲۸ یې په بامیان ،  ۲۷ په هلمند او۳۱ فارياب ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۲۸ پېښې په پکتيکا، ۳۱ یې په غور، ۱۹-۱۹ یې په کاپيسا او فراه، ۲۳ یې په زابل، ۱۷ یې په سرپل، ۱۶ یې په پروان، نهه یې په دايکنډي، اته-اته یې په بدخشان او خوست، څلور یې په اروزګان او يوه يې هم په نورستان ولايت کې ثبت شوې دي.

 

 

login or register a new account.