Language

امریکا له افغانستان سره د ۱۵،۶ میلیونه ډالرو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹) : د امریکا متحدو ایالاتونو افغانستان، کولمبیا او منګولیا هېوادونو سره د کرونا ضد مبارزې برخه کې ۳۰ میلیونه مالي مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته دامریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو ایس اي ډی) له خوا ترسره کیږي.

سرچینې زیاته کړې چې له یادو مرستو څخه ۱۵،۶ میلیونه یې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې چې  د لابراتوارونو په فعالولو او عصري کولو، له کرونا پر وقایوي اقداماتو او یو شمېر نورو روغتیایي برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو هېوادونو ددې مرستې غوښتنه د ناټو له بیړنيو حالاتو سره د مبارزې د ادارې په وسیله کړې وه.