Language

ولسمشر د هېواد ملي ځواکونو ته دیرغلیزو عملیاتو پیلولو امر وکړ

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني په هېواد کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ملي دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته ووځي او یرغلیز حالت خپل کړي.

ولسمشر د کابل ، ننګرهار او په هېواد کې د وروستیو نورو بریدونو په اړه د ملي تلوېزیون له لارې ولس ته په خپله وینا کې وویل : (( خدای مو له کرونا او دترهګرو له بریدونو وساته.))

هغه زیاته کړه، د طالبانو ډلې په دې وروستیو کې د سولې لپاره د حکومت ، ولس او نړیوالې ټولنې له پرله پسې غوښتنو سره سره اوربند نه دی منلی او خپلو بریدونو ته یې ادامه ورکړې ده.

ولسمشر غني وویل چې طالبانو او داعش همدا نن په کابل کې پر روغتون ، ننګرهار کې پر جنازې او د هېواد نورو سیمو کې بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا بریدونه یې په کلکه وغندل.

ده زیاته کړه، چې د ولس ، علماوو, حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د سولې او اوربند لپاره له پرله پسې غوښتنو سره سره طالبانو ورته غاړه نه ده ایښې ، له افغان وژنې يې لاس نه دی اخیستی او خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.

ولسمشر غني وویل : (( د هېوادوالو او هېواد څخه ددفاع او د عامه ځایونو او تاسیساتو د حفاظت او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د کېدونکو بریدونو د له منځه وړلو په موخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کوم چې له دفاعي حالته ووځي او یرغلیز عملیات پیل کړي.))

د هغه په وینا، په تکرار سره یې ویلي او بیا یې هم په ټینګار سره وایي، چې پر افغانستان تحمیل شوې بدمرغه جګړه باید پای او تلپاتې او باعزته سوله تامین شي.

ده زیاته کړه، د طالبانو ډلې د پردیو په لمسون جنګ ته او د وینې تویېدنې لړۍ ته ادامه ورکړې ده.

ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو د سولې او اوربند غږ وکړ، خو دا یې هم په ډاګه کړه چې د اوربند او سولې غوښتنه دې د ددولت کمزوري نه ګڼي, بلکې دا د ولس یوه غوښتنه ده.

login or register a new account.