Language

په کراچۍ او چمن کې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینره مال بند پاتې دی

کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹): له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینره مال پاکستان کې بند پاتې دی، چې دغه وضعیت له یوې خوا سوداګر سخت زیانمن کړي او له بلې خوا په کور دننه د خوراکي او غیر توکو بیې لوړې شوې دي.

په دغو کانټینرونو کې درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي، مشینري او نور مالونه بار دي.

د دغې ستونزې د حل په موخه نن د غويي په ۲۴مه د کندهار په سوداګرۍ خونه کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې چارواکو او سوداګرو په کې ګډون کړی وو.

په کندهار کې د کرنیزو وسایلو یوه سوداګر حاجي عبدالباقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په کراچۍ او چمن کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینر چې خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې بار دي، بند پاتې دي.

هغه زیاته کړه، دغه وضعیت سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي ، ځکه اړ دي هره ورځ پر هر کانټینر د ډیمرچ، خاک پولي او د موټر چلوونکو د جرمانې په ګډون ۲۰۰ ډالر ورکړي.

دی وايي، پخوا به د سپین بولدک له لارې هره ورځ ۱۰۰۰ کانټینره مواد افغانستان ته راتلل، خو اوس یوازې ۳۰ یا ۴۰ کانټینرونه راځي چې په دې توګه د دوی د کانټینرونو راوړلو ته په میاشتو هم نوبت نه رسېږي.

د ده په خبره، ډېرو سوداګرو د همدې درنو زیانونه له امله په بېلابېلو اجناسو بار کانټینرونه په پاکستان کې پرې ایښي او نور سوداګر هم دغه کار ته اړ شوي دي.

نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په لوړه کچه دې د افغان سوداګرو د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې خدماتي مرستیال عبدالبصیر پیمان پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا راغلې د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ یې سوداګرۍ ته هم درانه زیانونه اړولي دي.

دی هم وايي، په کراچي او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه ولاړ دي چې هره ورځ د ډیمرچ، خاک پولي او جرمانې له پلوه درانه زیانونه ګالي.

د ده په خبره، که وضعیت همدغسې دوام وکړي، نو سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان واوړي او یو ناورین به رامنځ ته شي.

دی زیاتوي، دغه وضعیت په کور دننه هم ستونزې راولاړې کړي او د توکو بیې لوړې شوې دي.

login or register a new account.