کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹): له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینره مال پاکستان کې بند پاتې دی، چې دغه وضعیت له یوې خوا سوداګر سخت زیانمن کړي او له بلې خوا په کور دننه د خوراکي او غیر توکو بیې لوړې شوې دي.
په دغو کانټینرونو کې درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي، مشینري او نور مالونه بار دي.
د دغې ستونزې د حل په موخه نن د غويي په ۲۴مه د کندهار په سوداګرۍ خونه کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې چارواکو او سوداګرو په کې ګډون کړی وو.
په کندهار کې د کرنیزو وسایلو یوه سوداګر حاجي عبدالباقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په کراچۍ او چمن کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینر چې خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې بار دي، بند پاتې دي.
هغه زیاته کړه، دغه وضعیت سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي ، ځکه اړ دي هره ورځ پر هر کانټینر د ډیمرچ، خاک پولي او د موټر چلوونکو د جرمانې په ګډون ۲۰۰ ډالر ورکړي.
دی وايي، پخوا به د سپین بولدک له لارې هره ورځ ۱۰۰۰ کانټینره مواد افغانستان ته راتلل، خو اوس یوازې ۳۰ یا ۴۰ کانټینرونه راځي چې په دې توګه د دوی د کانټینرونو راوړلو ته په میاشتو هم نوبت نه رسېږي.
د ده په خبره، ډېرو سوداګرو د همدې درنو زیانونه له امله په بېلابېلو اجناسو بار کانټینرونه په پاکستان کې پرې ایښي او نور سوداګر هم دغه کار ته اړ شوي دي.
نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په لوړه کچه دې د افغان سوداګرو د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې خدماتي مرستیال عبدالبصیر پیمان پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا راغلې د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ یې سوداګرۍ ته هم درانه زیانونه اړولي دي.
دی هم وايي، په کراچي او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه ولاړ دي چې هره ورځ د ډیمرچ، خاک پولي او جرمانې له پلوه درانه زیانونه ګالي.
د ده په خبره، که وضعیت همدغسې دوام وکړي، نو سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان واوړي او یو ناورین به رامنځ ته شي.
دی زیاتوي، دغه وضعیت په کور دننه هم ستونزې راولاړې کړي او د توکو بیې لوړې شوې دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر هم وايي چې روان وضعیت وارداتو او صادراتو دواړو ته درانه زیانونه اړولي دي.
زهیر پژواک اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې پاکستان لار بنده کړې نه یوازې افغانستان ته د وارداتو بهیر ټکنی شوی، بلکې صادرات یې درولي دي.
دی وايي، همدا اوس سوداګرو تر ۲ زره ټنه ډېره وچه مېوه چې انځر، کشمش، ابجوشې، زیره او نور په کې شامل دي بسته بندي کړي او صادرولو ته چمتو ده، خو دا چې پاکستان لار تړلې دوی نه شي کولای دغه مېوه صادره کړي.
دغه وچه مېوه د پاکستان د واګه بندر له لارې هندوستان ته صادرېږي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې تر ۲ زره ټنه پورې نوره وچه مېوه په ګودامونو کې پرته ده او د خرابېدو امکان یې شته.
هغه د بېلګې په توګه انځر یاد کړل چې ۴،۵ کیلوګرامو بیه یې له ۸ تر ۱۰ زره افغانۍ ده، که خراب شي نو بیا په زر افغانۍ هم نه پلورل کېږي.
نوموړی هم د دغې ستونزې جدي او ژر تر ژره حل غواړي او وايي که د ځمکې له لارې نه وي نو حکومت دې ورته د هوايي دهلېز له لارې امکانات برابر کړي چې دغه مېوه هندوستان ته ولېږدول شي.
زهیر اندېښنه وښودله چې که وضعیت همداسې روان وي نو نوي رسېدونکې کرنیز محصولات او مېوې به هم له درنو زیانونو سره مخ شي.
سوداګر داسې مهال د خپلو دغو ستونزو یادونه کوي چې په کور دننه د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې په کم سارې توګه پورته تللې دي.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي نور اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرونا وبا له راتلو سره له یوې خلک بې کاره شوي او له بلې خوا هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې دوه او درې برابره پورته تللې دي.
دی هم اندېښنه ښيي که وضعیت دغسې روان وي نو یو لوی ناورین پېښېدونکی دی.
نوموړی هم له حکومت څخه د دغو ستونزو حل غواړي.
د یادونې ده چې پاکستان له افغانستان سره د سپين بولدک لار تر یوې میاشتې تړل کېدو وروسته په دې وروستیو کې په اوونۍ کې پنځه ورځې پرانیستې چې هره ورځ د ۱۰۰ په شاوخوا کې په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټر افغانستان ته داخلېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










