Language

صدیقي: د ارګ او سپېدار ترمنځ هوکړه لیک به ژر لاسلیک شي

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹): د ولسمشر ویاند د ارګ او سپېدار ترمنځ پر مهمو موضوعاتو له هوکړې خبر ورکوي او وایي چې په لوړه کچه اختلافات حل شوي او نور د حکومت په فعالیتونو کې د ننګونو لامل نه کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل چې ولسمشر د سیاسي اختلافاتو حل ته جدي ژمن دی او په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.

هغه د دې په ویلو سره چې پر مهمو او اساسي موضوعاتو هوکړه شوې ده، وایي: "پر نورو جزئیاتو کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې د سیاسي هوکړې جزئیات چې د اساسي قانون په چوکاټ کې یوه سیاسي حل لاره ده، له خلکو سره شریکېږي."

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې په لویه کچه کې اختلافات حل شوي او نور د حکومت په فعالیتونو کې د ننګونو لامل نه کېږي او ډېر ژر به په دې برخه کې هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

له دې مخکې ډاکتر عبدالله هم ویلي چې د سیاسي بحران د حل لپاره خبرو کې پرمختک شوی او پر اصولو هوکړه شوې ده.

login or register a new account.