Language

چارواکي او خلک : د ګردېز موټر بم چاودنه کې ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتی

ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د ګردېز ښار اوسېدونکي او ځایی مسوولین وایي چې د ملي دفاع وزارت پر تاسیساتو د موټر بم برید کې ډېری زیان د سیمې اوسېدونکو ملکي وګړو ته اوښتی دی.

 

نن سهار په شاوخوا اته نیمو بجو د ګردېز ښار اړونده د ۲۰۳ تندر قول اردو د تاسيساتو آمريت سره نږدې د مازدا موټر بم برید وشو.

 

د پکتيا ولايت وياند عبدالله حسرت وايي چې په بريد کې يو سرتېری او درې ملکي وګړي وژل شوي او ۹ سرتېري او ۲۲ ملکي وګړي ټپيان دي.

 

خو د روغتون سرچینې پژواک ته ویلي چې په دې کې برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي د.

 

د والي ویاند ياده پېښه نه بښل کېدونکی جنګي جنايت بولي او له نړيوالې ټولنې يې په اړه د جدي غبرګون غوښتنه کوي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د پېښې د ځای، شاوخوا او په روغتون کې د ټپيانو له حالت کتلو وروسته پژواک ته وويل چې په پېښه کې د خلکو کورونو او شاوخوا ملکي ادارو ته سلګونه ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

 

سهي وايي:((پېښه تلفات لري، خو اکثره يې زخمان دي او په زخميانو کې قاطع اکثريت ملکيان دي.  ))

login or register a new account.