منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي او خلک : د ګردېز موټر بم چاودنه کې ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې

ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د ګردېز ښار اوسېدونکي او ځایی مسوولین وایي چې د ملي دفاع وزارت پر تاسیساتو د موټر بم برید کې ډېری زیان د سیمې اوسېدونکو ملکي وګړو ته اوښتی دی.

 

نن سهار په شاوخوا اته نیمو بجو د ګردېز ښار اړونده د ۲۰۳ تندر قول اردو د تاسيساتو آمريت سره نږدې د مازدا موټر بم برید وشو.

 

د پکتيا ولايت وياند عبدالله حسرت وايي چې په بريد کې يو سرتېری او درې ملکي وګړي وژل شوي او ۹ سرتېري او ۲۲ ملکي وګړي ټپيان دي.

 

خو د روغتون سرچینې پژواک ته ویلي چې په دې کې برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي د.

 

د والي ویاند ياده پېښه نه بښل کېدونکی جنګي جنايت بولي او له نړيوالې ټولنې يې په اړه د جدي غبرګون غوښتنه کوي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د پېښې د ځای، شاوخوا او په روغتون کې د ټپيانو له حالت کتلو وروسته پژواک ته وويل چې په پېښه کې د خلکو کورونو او شاوخوا ملکي ادارو ته سلګونه ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

 

سهي وايي:((پېښه تلفات لري، خو اکثره يې زخمان دي او په زخميانو کې قاطع اکثريت ملکيان دي.  ))

 

د تاسيساتو د آمريت يو تن سرتېری امان الله وايي چې د چاودنې پر مهال ځينو کسانو تلاوت کاوه او ډېری ويده و او په چاودنه کې د ياد مرکز د جومات د ځينو برخو خرابېدو سربېره په خونو کې څو قرآنکريمونه هم سوځېدلي دي.

 

نوموړي پژواک ته وويل:((اته نیمې بجې شاوخوا وې، موږ اکثره ويده او ځينو په جومات يا اتاقونو کې تلاوت کاوه، چې ډېر لوی درز شو، هر څه يې ويجاړ کړل، قرآنکريمونه وسوځېدل او خراب شول. ))

 

د پېښې يو تن عيني شاهد وايي، په لاره روان و، چې خورا درنده چاودنه وشوه او د ده په ګډون يې ګڼ لارويان ټپيان کړل.

 

نوموړي پژواک ته وويل:((له کوره را روان وم، مستوفيت ته چې نږدې راورسېدم، درز شو، ما هم موټر چلاوه، خو نور په ځان نه يم پوه شوی.  ))

 

د دفاع وزارت د تاسيساتو د يادې ادارې تر څنګ د يوه کور څښتن طيب الدين شاهين وايي،  د چاودنې صحنه ډېره وحشتناکه وه چې په خبره يې ښځې او ماشومان يې ډېر زيات وېرولي دي.

 

شاهين وويل چې د دوی په ګډون د شاوخوا کورونو ټولې کړکۍ، دروازې او ښيښې ماتې شوې او ماشومان له سختې وېرې باندې نه شي راوتلی.

 

نوموړي زياته کړه:((د ماشومانو سختې چيغې شوې، اندېښنه مې شوه چې کور راوغورځېد او که څه مسله ده. دروازې او کړکې راغورځېدې، شیشې دغسې راتوئيدې چې  بهرراووتم ګرد او غبار توره شپه جوړه کړې وه، زموږ د کوڅې په سر کې د تاسيساتو تر ټاور لاندې څو تنه عام خلک زخميان پراته و. ))

 

وسله والو طالبانو د ياد بريد مسوليت منلی او لسګونه امنيتي ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه