Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګردېز موټر بم برید کې ۳۷ ملکي او نظامي کسان ته مرګ ژوبله اوښتې

لومړی تعقیب – ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) :امنیتي مسوولین وایي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د موټربم برید له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د غویي په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پکتیا د مرکز ګردېز لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ملي پوځ د تاسیساتو مرکز او مستوفیت ریاست تر منځ پر غځېدلي سړک د ترسره شوي موټر بم بريد په پایله کې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د ملي پوځ یوتن سرتېری او درې ملکي وګړي شامل دي.

د حسرت په وینا، په دغه برید کې ۱۹ ملکي وګړي او پنځه د ملي پوځ سرتېري ټپیان شوي چې ډېری یې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

د والي ویاند وایي، په چاودېدونکو توکو بار دغه مازدا موټر هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي پوځ د یو تن زړور سرتېري له خوا د تاسیساتو ودانۍ له محافظتي ټاور څخه په نښه شوی، چې له امله یې د لازیاتو تلفاتو مخه نیول شوې ده.

ده وویل چې دغه پېښه نن سهار اته بجې او شل دقیقې په داسې ځای کې رامنځته شوې، چې د ملکي وګړو تګ راتګ په کې زیاتيږي. د پېښې ځای ته نږدې د دفترونو او کورونو ښیښې ماتې او د ځاني تاوان تر څنګ مالي زیان هم ورته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق آرین د غویي په ۲۵مه، پژواک خبری اژانس ته وویل، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه د موټربم چاودنه شوې ده.

ده زیاته کړه،:« دغې چاودنې لسګونه ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې، ‎دا هغه سیمه ده چې د ملکي خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي، ‎دغه برید د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لوري تر سره شوی، ‎دا برید د کابل د دشت برچي او ننګرهار د بریدونو د لړۍ بل برید دی.»

ده زیاته کړه، چې په دې اړه به نور جزییات وروسته له خلکو سره شریک شي.

د پکتیا امنيه قوماندان سمونمل داوود سلطان داوود پژواک ته وویل چې په دغه برید کې څلور ملکیان او یو سرتېري وژل شوي دي.

د پکتيا د حوزوي روغتون مرستيال ډاکټر اصيل خان ناصري وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه ۳۳ ټپیان ور وړل شوي، چې له ډلې يې ۹ سرتېري او ۲۳ ملکي وګړي ټ دي.

ناصري زياته کړه چې تر دې دمه دوه سخت ټپيان له ګردېز ايمرجنسي روغتون څخه کابل ته لېږدول شوي او د يو ملکي وګړي د مړي په ګډون څلور تنه د ۲۰۳ تندر قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وايي:((د پېښې ټپيان او مړي بېلابېلو ځايونو ته وړل شوي، موږ ته ۳۳ تنه راوړل شوي، چې له ډلې يې د يوه نظامي جسد او ۹ زخميان دي او پاتې نور ملکيان دي. ))

د پېښې يو تن عيني شاهد عبدالله ځدراڼ پژواک ته وويل چې تر څنګ يې له خښتو بار يو مازدا موټر تېر او څو دقيقې وروسته يې چاودنه وکړه.

ځدراڼ وايي:((زه د ملي امنيت رياست قراول شاوخوا روان وم، له خښتو بار يو مازدا موټر مې له څنګه تېر شو، يو څو دقيقې چې تېرې شوې، چاودنه يې وکړه، نور زه په ځان نه يم پوه شوی. ))

وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی او دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید د حکومت له خوا د یرغلیزو عملیاتو د پیلیدو په ځواب کې شوی دی .

طالبانو په دې پېښه کې د ملکي وګړود مرګ ژوبلې ادعاوې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې وسله والو په کابل ښار کې په یوه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید وکړ چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.