Language

د کندهار چاودنه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د کندهار ښار په عینو مینه کې لمانځه ته پر تلونکو کسانو چاودنه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار دا منیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصربارکزي د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې چاودنه په شاوخوا اته نیمو بجو شوې ده.

هغه زیاته کړه چې چاودنه د کندهار ښار په عینو مېنه کې لومړۍ فوارې ته څېرمه شوې ده.

بارکزي  وویل، په چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي چې ټول لارویان دي

بارکزي د چاودنې د موخې او نوعیت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل پولیس د څېړنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

عیني شاهدان وايي چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics