تالقان-پل علم (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): تخار کې د طالبانو د بريد له امله اووه پاڅون کوونکي او په لوګر ولايت کې بيا د هوايي بريد له امله اووه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
د تخار د امينې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ينګي کلا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملک تاتار پاڅون کوونکي د طالبانو له کمين سره مخ شوي دي.
هغه وايي چې په دغه کمين کې د ملک تاتار اووه پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.
اسير زياتوي چې طالبانو د يادو پاڅون کوونکو وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.
ملک تاتار په تخار ولايت کې پخوانى جهادي قوماندان دى چې ډېرى وخت د ده د کسانو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه لسګونو طالبانو د بره کي برک ولسوالۍ په تقي کلا سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه وايي چې د طالبانو تر بريد له لږ وروسته هوايي ځواکونو بېرته پر طالبانو بريد کړى چې په ترڅ کې یې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د تقي کلا اوسېدونکي زمان الدين پژواک ته وويل: ((تېره شپه لس بجې بريد وشو، سخته جګړه وشوه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې دا مهال د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن