کابل ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٩): د کابل ښار يو شمېر هټۍ وال وايي چې پوليس د دوى له مجبوريت څخه ناړه ګټه پورته کوي، د قرنطين په دې سختو ورځو کې بډې ترې اخلي او بيا د فعاليت کولو اجازه ورکوي.
د روان کال د وري مياشتې په نهمه حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د کابل ترڅنګ په نږدې ټولو ولايتونو کې پر ګرځېدو محدوديت وضع کړ، خو په دې وروستيو کې دغه محدوديت د خلکو له لوري مات شوى دى.
که چېرې د کابل ښار د لېسه مريم بازار، سراى شمالي، مندوي، شهرنو، تايمني، ده افغانان او ځينې نورې سيمې وکتل شي، د پخوا په څېر هټۍ وال په علني توګه خپل فعاليت ته ادامه ورکوي.
د لېسې مريم بازار چې د کابل ښار د ١١ مې حوزې په مربوطاتو کې دى، هټۍ، هوټلونه، لاس پلورونکي او نور ټول هټۍ وال يې په ازاده توګه فعاليت کوي.
د دغه بازار هټۍ وال وايي چې د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ د پيدا کولو په موخه اړ دي خپل دوکانونه پرانيزي، خو پوليس د دوى له مجبوريت څخه ناړه ګټه پورته کوي او پېسې ترې اخلي.
د دغو هټۍ والو له ډلې څخه غيور چې د ښځو او ماشومانو جامې پلوري د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اوونۍ راهيسې په دغه سيمه کې ټول مارکېټونه بېرته پرانستل شوي دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((نه پوليس نه مانع کيږي، ځکه دلته هر دکاندار د فعاليت کولو لپاره پوليس ته پنځه سوه افغانۍ ورکوي.))
نوموړي په دې اړه چې پنځه افغانۍ په څومره موده کې پوليس ته ورکوي؟ وويل: ((پرون د مارکېټ نماينده راغلى و پېسې يې ټولې کړې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا پیسې يې د څومره وخت لپاره ټولې کړې دي.))
د ياد بازار د سړک د غاړې د ماشومانو د کاليو يو تن پلورونکي محمد واسيع پژواک ته وويل، په لومړۍ درې اوونيو کې يې اقتصادي ستونزه نه درلوده نو ځان يې کور کې قرنطين کړى و.
هغه زياتوي: ((خو وروسته د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ پيدا کولو اړ کړم چې بهر ته و وځم او بېرته خپل کار وبار شروع کړم، حکومت تر اوسه يواځې يوځل ماته لس دانې ډوډۍ راکړي نو هرڅه دوى خپل جيب کې اچولي دي.))
ده هم وويل چې پوليس دلته له هرې هټۍ څخه پېسې اخلي او بيا د فعاليت اجازه ورکوي.
نوموړى وايي: ((د يولسمې حوزې پوليسو ، زه يو ځل ددې لپاره چې ولې فعاليت کوم، حوزې ته بوتلم، هلته يې رانه پېسې و غوښتې.))
login or register a new account.