منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هټۍ وال: پوليس د بډو تر اخيستو وروسته د فعاليت اجازه راکوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٩): د کابل ښار يو شمېر هټۍ وال وايي چې پوليس د دوى له مجبوريت څخه ناړه ګټه پورته کوي، د قرنطين په دې سختو ورځو کې بډې ترې اخلي او بيا د فعاليت کولو اجازه ورکوي.

د روان کال د وري مياشتې په نهمه حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د کابل ترڅنګ په نږدې ټولو ولايتونو کې پر ګرځېدو محدوديت وضع کړ، خو په دې وروستيو کې دغه محدوديت د خلکو له لوري مات شوى دى.

که چېرې د کابل ښار د لېسه مريم بازار، سراى شمالي، مندوي، شهرنو، تايمني، ده افغانان او ځينې نورې سيمې وکتل شي، د پخوا په څېر هټۍ وال په علني توګه خپل فعاليت ته ادامه ورکوي.

د لېسې مريم بازار چې د کابل ښار د ١١ مې حوزې په مربوطاتو کې دى، هټۍ، هوټلونه، لاس پلورونکي او نور ټول هټۍ وال يې په ازاده توګه فعاليت کوي.

د دغه بازار هټۍ وال وايي چې د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ د پيدا کولو په موخه اړ دي خپل دوکانونه پرانيزي، خو پوليس د دوى له مجبوريت څخه ناړه ګټه پورته کوي او پېسې ترې اخلي.

د دغو هټۍ والو له ډلې څخه غيور چې د ښځو او ماشومانو جامې پلوري د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اوونۍ راهيسې په دغه سيمه کې ټول مارکېټونه بېرته پرانستل شوي دي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((نه پوليس نه مانع کيږي، ځکه دلته هر دکاندار د فعاليت کولو لپاره پوليس ته پنځه سوه افغانۍ ورکوي.))

نوموړي په دې اړه چې پنځه افغانۍ په څومره موده کې پوليس ته ورکوي؟ وويل: ((پرون د مارکېټ نماينده راغلى و پېسې يې ټولې کړې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا پیسې يې د څومره وخت لپاره ټولې کړې دي.))

د ياد بازار د سړک د غاړې د ماشومانو د کاليو يو تن پلورونکي محمد واسيع پژواک ته وويل، په لومړۍ درې اوونيو کې يې اقتصادي ستونزه نه درلوده نو ځان يې کور کې قرنطين کړى و.

هغه زياتوي: ((خو وروسته د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ پيدا کولو اړ کړم چې بهر ته و وځم او بېرته خپل کار وبار شروع کړم، حکومت تر اوسه يواځې يوځل ماته لس دانې ډوډۍ راکړي نو هرڅه دوى خپل جيب کې اچولي دي.))

ده هم وويل چې پوليس دلته له هرې هټۍ څخه پېسې اخلي او بيا د فعاليت اجازه ورکوي.

نوموړى وايي: ((د يولسمې حوزې پوليسو ، زه يو ځل ددې لپاره چې ولې فعاليت کوم، حوزې ته بوتلم، هلته يې رانه پېسې و غوښتې.))

همدارنګه يو بل هټۍ وال وحيدالله پژواک ته وويل: ((زه عينکې خرڅوم، کله چې پيسې ور نه کړم بيا را نه عينکې اخلي.))

په ورته وخت کې د يوولسې حوزې اړوند د پنجصد فاميلي سيمې د موبايلونو يو تن پلورونکي مبين پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې خپل دوکان پرانيستى دى.

ده وويل: ((درې ورځې وړاندې يوه ملګري مې راته زنګ وکړ چې دوکان کې يې. ما ورته وويل چې نه، هغه وويل چې ټولو خپلو دوکانونه پرانيستې دي بيا نو زه هم راغلم او دوکان مې خلاص کړ.))

نوموړي پوليسو ته د بډو ورکولو په اړه وويل: ((زړه دې دی چې اوس د اختر په دې مخه کې مې دوکان وتړي، له اختر وروسته راشه هرڅه درته وايم.))

يو شمېر نورو هټۍ والو هم ورته څرګندونې وکړې او په دغه برخه کې يې د حکومتي چارواکو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

خو د کابل ښار د يوولسمې حوزې آمر فريد کوهستانی يادې څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي، که چېرې هټۍ والو ته د فعاليت اجازه ورکړل شي، خوښ دي، ستونزه نشته او پرته له هغې بيا دغه شان تورونه پورې کوي.

ده زياته کړه: ((که په دغه برخه کې يو شاهد پيدا شي او دغه کار په اسنادو ثابت شي، زه او د يوولسمې حوزې ټول کارکوونکي له خپلو دندو استعفى ورکوو.))

کوهستانی زياتوي چې تر اختره پورې ټولو هټۍ والو ته د روغتيايي ټکو په پام کې نيولو سره د فعاليت کولو اجازه ورکول شوې او که چېرې دغه ټکي مراعت نه کړي نو هټۍ يې تړل کيږي.

خو بل لورته د کابل امنيه قوماندانۍ وايي چې د اړوندې موضوع په اړه دوى ته هم شکايتونه رسېدلي او د داخلي امنيت رياست منسوبين پرې کار کوي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک ته وويل چې د کابل پوليس د قانون پلي کولو ته ژمن دي، د پوليس هر منسوب چې د قانون خلاف عمل وکړي د داخلي امنيت رياست له لارې عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کيږي.

ده له کابل ښاريانو غوښتنه وکړه چې که د پوليسو د بډو اخيستو په اړه اسناد ولري نو له امنيې قوماندانۍ سره دې شريک کړي، ترڅو د قانون منګلو ته وسپارل شي.

خو نوموړى زياتوي: ((په ځينو مواردو کې کله چې پوليس غواړي ځينې محدوديتونه وضع کړي، د خلکو له لوري دغه شان تورونه پرې لګول کيږي.))

هغه په دې اړه چې تراوسه څومره پوليس د بډو اخيستو په تور نيول شوي وويل چې دغه موضوع تر کار لاندې ده، وروسته به يې په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړاى شي.

خو څه موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې په تېر يوه کال کې ٥٧٠ پوليس د بډو اخيستو او قانون ماتونې په تور نيول شوي او عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل والي محمد يعقوب حيدري د کرونا د مثبتو پېښو د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي و چې د روانې اوونۍ تر پايه به د کابل په ښار او ولسواليو کې پر تګ راتګ محدوديتونه نور هم ډېر شي.

د يادونې ده چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ويروس ٧٠٧٢ مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې ٢٠٦٦ يې په پلازمېنه کابل کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد