ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ملي امنیت شورا: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام حکومت اړ کړ یرغلیز عملیات پیل کړي

​ملي امنیت شورا: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام حکومت اړ کړ یرغلیز عملیات پیل کړي

author avatar
19 May 2020 - 21:42
​ملي امنیت شورا: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام حکومت اړ کړ یرغلیز عملیات پیل کړي
author avatar
19 May 2020 - 21:42

کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د افغانستان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور په غبرګون کې ویلي چې ډېری ملکي تلفات د طالبانو له خوا اوښتي، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی. 

د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې تېره میاشت د ملکي تلفاتو مرګ ژوبله ۳۰ سلنه زیاته شوې چې ډېره برخه یې د طالبانو او ورپسې د دولتي ځواکونو له خوا اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا له دفتره د غویي په ۳۰مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه ک راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوناما راپور لیدلی او څرګندوي چې له ساحې د دوی موندنې ښیي چې طالبان او ملګرې وسله والې  ډلې یې په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت عاملین دي.

سرچینې زیاته کړې،  طالبانو خپله په مستقیمه توګه یا هم داعش او نورو ترهګرو ډلو ته د ملکیانو وژلو زمینې برابرولو کې د دې مرګ ژوبلې اساسي عاملین دي.

 د ملي امنیت شورا ویلي، دې ته په پام سره چې راپور د بدلون وړ دی، دوی به له یوناما سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي، څو راپورونه یې دقیق او د جګړې د ډګر ارقام بیان کړای شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((زموږ له معلوماتو سره سم طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په اپرېل کې ۱۴۱ ولسي وګړي شهیدان او ۲۸۵ نور زخمیان کړي دي.))

د سرچینې په وینا چې د یادو ملکي وګړو ډېر شمېر د سړک غاړې په بمي چاودنو او د طالبانو په هدفي او مخامخ بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

ملي امنیت شورا ویلي، د دوی استخباراتي معلومات او شواهد څرګندوي چې په کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازې بریدونو کې طالبانو لاس درلود.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو له خوا دغه تاوتریخوالی په داسې حال کې دی چې دې ډلې په قطر کې له امریکا سره له هوکړې وروسته ژمنه وکړه چې تاوتریخوالی به کموي، خو د دې لپاره چې طالبان له ترهګرۍ پرته بل هیڅ هم نه لري، نو د تاوتریخوالي کمولو په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او نورو اسلامي هېوادونو غوښتنې هم رد کړې.

یادو ادارو او هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې په احترام او له کرونا سره د ښې مبارزې لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

د ملي امنیت شورا ویلي، د افغانستان حکومت دفاعي حالت تر دوو میاشتو ډېر وساته خو طالبانو په دې موده کې تاوتریخوالي ته دوام ورکړ او بالاخره یې حکومت اړ کړ چې بېرته یرغلیز حالت اعلان کړي څو خلک او تاسیسات خوندي وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسمشر او امنیتي سکتور له رهبرۍ جدي سپارښتنې ترلاسه کړې څو د ملکي خلکو او تاسیساتو د ساتنې لپاره موجوده پروسیجرونه او پالیسۍ تطبیق کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.