مزارشریف (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۹): بلخ ولایت کې د ملکي روغتون ۷۰ تنه ډاکتران او نور روغتیایي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.
دغه څرګندونې د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر نظام الدین نن (د غبرګولي په ۶مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وویل چې په یادو کسانو کې ۴۲ډاکټران، څلور قابلې، څلور نرسان،درې د لابراتوار کارکوونکي او ۱۷تنه د روغتون خدماتي کارکوونکي شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه بلخ کې ټول ۸۷۵ تنه د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تر پرونه ١١١٧٣کسان په دغو ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۱۰۷۵ کسان بېرته روغ شوي او ۲۱٩ نور مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن