غزني ښار (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٩): د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې د غره د ښویېدلو له امله درې کسان مړه او دوه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر د مالستان ولسوالۍ په غي غانتو سيمه کې غر ښویېدلې دى.
هغه وايي، په دغه پېښه کې درې ملکي وګړي مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په مړو شويو کسانو کې د جنبود په نوم د يوه ښوونځي مدير هم شامل دى.
ده وويل چې د دغه غره د ښویېدو له امله دوه کورونه هم يجاړ شوي خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي سيدعلي پژواک ته وويل چې په مالستان کې غرونه ډېر دي او د ډېرو خلکو کورونه هم د غرونو ترڅنګ دي.
ده وويل: ((دغه درې کسان د يوه کور ترڅنګ ناست و چې د غره یوه څنډه پرې راغلې او درې واړه يې مړه کړي دي.))
د يادونې ده چې تېرکال هم په مالستان ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له امله دوه تنه مړه شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP