Language

کندوز ښار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) : د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د والي ویاند  عصمت مرادي د غبرګولي په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه پرون ماښام ته نږدې د خان اباد ولسوالۍ د جنګل باشي په سیمه کې شوې وه.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی ماین د کاریګرو پر زرنج چاودېدلی چې له امله یې اووه کاریګر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی، خو ټول تر درملنې لاندې دي.

د والي ویاند وایي چې چاودنه د طالبانو په ساحه کې شوې او هغوی دغه ماین د امنیتي ځواکونو لپاره ځای پر ځای کړی و.

مرادي وویل، دا لومړی ځل نه دی، تر دې مخکې هم د طالبانو د ماینونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خووسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.