کندوز ښار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) : د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي د غبرګولي په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه پرون ماښام ته نږدې د خان اباد ولسوالۍ د جنګل باشي په سیمه کې شوې وه.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی ماین د کاریګرو پر زرنج چاودېدلی چې له امله یې اووه کاریګر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی، خو ټول تر درملنې لاندې دي.
د والي ویاند وایي چې چاودنه د طالبانو په ساحه کې شوې او هغوی دغه ماین د امنیتي ځواکونو لپاره ځای پر ځای کړی و.
مرادي وویل، دا لومړی ځل نه دی، تر دې مخکې هم د طالبانو د ماینونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خووسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









