ګرديز (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٩): د پکتيا سيمه ييز مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د دغه ولايت د سيدکرم ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.
د پکتيا د سیدکرم ولسوال شریف کلیوال د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو په چینو سیمه کې پر یوې پوستې برید کړى دى.
هغه وايي چې وروسته د همدې ولسوالۍ امنيه قوماندان همایون همت د يادې پوستې د سرتېرو مرستې ته روان و چې په لار کې يې پر هاموې ټانګ د ماين چاودنه شوې ده.
کلیوال زیاتوي چې په دغه چاودنه کې امنیه قوماندان همایون او دری نور پولیس وژل شوي او څلور پولیس ټپیان شوي دي.
ولسوال زياتوي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
بل لورته د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو په بريد کې د سيدکرم ولسوالۍ امنيه قوماندان او ګڼ شمېر نور پوليس وژل شوي دي.
د يادونې ده چې همايون همت پرون مازيګر د سيدکرم ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده پيل کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن