کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٩): پوهنې وزارت سره له دې چې غواړي زده کوونکي دې له لرې واټنه درسي خپرونې وڅاري، وايي چې د سړو سيمو د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې به له کلني ازموينو سره واخيستل شي.
دغه راز یاد وزارت وايي، خصوصي ښوونځي کولی شي د ښه کيفيت او د کورنيو رضايت په پام کې نيولو سره انلاين درسونه هم پیل کړي.
له دغه وزارته د غبرګولي په ۱۸مه پژواک خبرې اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي بېړنۍ کمېټې د پرېکړې پر اساس او ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال سرور دانش په رهبرۍ د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، د ښوونکو د روزنې مراکز، خصوصي کورسونه او مدرسې د درېیو نورو میاشتو لپاره رخصت شول.
یاد وزارت ویلي، د لرې واټن زده کړیزې برنامې به دوام لري.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ښوونځيو د تړلو له تصميم سره به په هېواد کې د کرونا ویروس ګواښونه تر ډېره کم شي.
د خبرپاڼې له مخې، د سړو سيمو ښوونځيو د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې به له کلنۍ ازموينو سره اخيستل کېږي او نومرې به يې له ۱۰۰ څخه ورکول کېږي.
دغه وزارت ویلي، د ګرمو سيمو ښوونځي تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، شونې ده پوهنې وزارت د ښونیزو زده کړو بدیل خدمات په رسمي توګه پیل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې طرحې پر اساس له ګڼه ګوڼې څخه د مخنيوي، د دوا پاشي کولو او د احتياطي تدابيرو په پام کې نيولو سره انلاين زده کړې په نظر کې نيول شوې دي.
د خبرپاڼې په وينا، پوهنې وزارت له زده کوونکو غواړي چې په دې موده کې دوی بايد له وخت څخه د ګټې اخيستنې په موخه ټلوېزوني او راډيويي درسي خپرونې تعقيب کړي.
سرچينه همدرازا زیاتوي چې خصوصي ښوونځي کولی شي د ښه کيفيت او د کورنيو رضايت په پام کې نيولو سره انلاين درسونه هم پیل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP