کابل (پژواک،۲۰ غبرګولی ۹۹) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد صادق خان د افغانستان لپاره ددغه هېواد ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د افغانستان سفیر عاطف مشعل د غبرګولي په ۲۰مه، په ټویټر کې لیکلي چې د پاکستان له ځانګړي استازي سره یې په اسلام اباد کې ولیدل.
هغه زیاته کړې، د ځانګړي استازي په توګه د هغه ټاکنه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړي کولو لپاره یو مثبت اقدام دی.
مشعل وایي چې له هغه سره یې په لیدنه کې د سولې پروسې ، سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
د نوموړي په وینا، دغه راز له صادق سره یې د خوست د غلام خان سوداګریز بندر د پرانیستلو په اړه هم خبرې وکړې چې د هغه له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
login or register a new account.