کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان په جګړې کې د وژل شویو او ژوبل شویو امریکایي سرتېرو شمېره اعلان کړه.
دامریکا غږ د خبر له مخې، د سیګار په تازه راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۰۱ د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او پرسونل وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې په امریکایي عسکرو باندې تر ټولو تازه بریدونه د همدغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې شوي چې د سیګار د راپور په اساس پکې اوه امریکایي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
سیګار وایي، وايي د دغه کال په لومړۍ برخه کې د تېر کال د وروستۍ برخې په پرتله د امریکایي ځواکونو تلفات زیات وو.
سرچینې زیاته کړې، د دغو عسکرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکا د ټولو وژل شوو سرتېرو شمېر ۲۴۳۹ ته ورسېد چې "په دې کې ۱۴۰۹ یې په مخامخ جګړه کې، ۴۹۷ یې د ټپونو له کبله او درې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه راز ۵۳۰ نور پرسونل په نورو پېښو کې وژل شوي دي او تر دې دمه ۲۰۶۶۳ نور پرسونل ژوبل شوي دي."
امریکا د ۲۰۰۱ د سپټمبر په میاشت کې د نیویارک په تجارتي ودانیو باندې د القاعده ډلې چې د طالبانو نظام یې ننګه کوله، له ترهګریزو بریدونو وروسته په افغانستان کې د نړیوال تروریزم پر ضد جګړه پیل کړه.
تر دې دمه د امریکا د دفاع وزارت د سیګار د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي دي.
سیګار په خپل راپور کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو شمېرې نه دي خپرې کړې خو وايي چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مارچ تر ۳۱مې پورې پر افغان ځواکونو باندې ۱۷ داخلي بریدونه شوي او ۵۷ تنه یې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
په راپور کې راغلي، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په دې وروستیو کې د "دښمن د بریدونو په اړه د معلوماتو خپرول محدود کړي دي".
د سیګار په راپور کې د ملکي تلفاتو یادونه هم شوې ده. سیګار د یوناما او نورو سرچینو په حواله په خپل راپور کې لیکلي چې یوازې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړو کې څه باندې ۳۵۵۰۰ ولسي خلک وژل شوي چې ډېر مسوولیت یې د وسله والو طالبانو ته پر غاړه اچول شوی دی.
سیګار وايي، د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه له طالبانو سره د امریکا له تړون وروسته پر نړیوالو ځواکونو باندې د بریدونو کچه بېخي کمه شوې او یا نشته خو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه هماغسې روان دي.
login or register a new account.