کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹) : د ناټو سازمان سرمنشي وایي چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي، څو دوی وکولی شي له ترهګرو سره په خپله مبارزه وکړای شي.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرنګ دغه څرګندونې په بروکسل کې ددغه سازمان د ۲۰۳۰ کلن لرلید د خپرولو پر مهال د یوه کنفرانس په ترڅ کې وکړې.
هغه د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی تړون لومړی او مهم قدم دی.
د ناټو سرمنشي یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلیدا ټینګار او له خپل اړخه یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې، همکارۍ او مشورې ته ادامه ورکوي، څو دوی وکولی شي هلته د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، له پیل څخه د ناټو موخه دا وه چې افغان ځواکونه دومره و روزل شي چې دوی په خپله له ترهګرو سره مبارزه وکړای شي.
د ناټو سرمنشي زیاتوي چې له سترو ننګونو او ستونزو سره سره افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي او له ترهګرو سره په خپله مبارزه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي پرون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
login or register a new account.