کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): یوه بهرمېشتي افغان پانګه وال په کندهار کې د کرنیز لابراتوار پر جوړولو پانګونه کړې او په لومړي ځل یې د کرنې په برخه کې دغه مهمه اړتیا پوره کړه.
انجنیر سمیع نوري چې په دې برخه کې يې په بهر کې زده کړې کړې، کندهار ته راغلی او دلته یې د نوري کرنیز لابراتوار بنسټ کېښود.
نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار د هېواد مهم کرنیز ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، خو د دې چارې د ودې لپاره یوه کرنیز لابراتوار ته اړتیا وه.
هغه زیاته کړه، د دغه کرنیز لابراتوار پر جوړولو یې له ۱۰۰ زره ډالره ډېره پانګونه کړې چې ۵۱ ډوله کرنیز معاینات په کې ترسره کېدای شي.
دی وايي، په دغه لابراتوار کې د خاورې، اوبو او د نبات د مختلفو برخو لکه ريښې، تنې، پاڼې او مېوو د بېلابېلو امراضو معاینات ترسره کېږي.
دغه راز په دغه لابراتوار کې د کيمیاوي سرې د کیفیت معلومولو، د باغونو، پالېزونو او ځمکو د فنګسي، باکتریايي، وایروسي، نیماټوډي او نورو امراضو تشخیص کېدای شي.
نوري وویل، په دغه ګام سره به په کندهار کې کرنه او بڼوالي وده وکړي او هغوی به ښه حاصلات ولري.
د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال چې د دغه لابراتور په پرانیسته کې یې ګډون کړی و، پژواک ته وویل، د کرنې او بڼوالۍ د ودې او د ښه حاصلاتو درلودلو لپاره د دغه لابراتوار جوړول یو مهم ګام دی.
هغه زیاته کړه، له دې سره به د کندهار او په ټوله کې د سوېلي زون په کچه د زراعتي امراضو د تشخیص او درملنې اسانتیا برابره شي.
د کندهار د کرنې ریاست استازي حضرت ولي ولي پژواک ته وویل، د خاورې تشخیص د کرنې د ودې لپاره یوه تر ټولو مهمه چاره ده.
هغه د دغه لابراتوار له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د سوېلي زون په نورو ولایتونو کې دې خپلې څانګې هم پرانیزي او خپل خدمات دې پراخ کړي.
د کندهار کروندګر او بڼوال په دغه ولایت کې د کرنیز لابراتور پر جوړېدو خوښ دي او وايي، دا د دغه ولایت د هر کروندګر او بڼوال غوښتنه وه چې خصوصي سکتور پوره کړه.
login or register a new account.