منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​یوه بهر مېشتي افغان په لومړي ځل په کندهار کې کرنیز لابراتوار جوړ کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): یوه بهرمېشتي افغان پانګه وال په کندهار کې د کرنیز لابراتوار پر جوړولو پانګونه کړې او په لومړي ځل یې د کرنې په برخه کې دغه مهمه اړتیا پوره کړه.

انجنیر سمیع نوري چې په دې برخه کې يې په بهر کې زده کړې کړې، کندهار ته راغلی او دلته یې د نوري کرنیز لابراتوار بنسټ کېښود.

نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار د هېواد مهم کرنیز ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، خو د دې چارې د ودې لپاره یوه کرنیز لابراتوار ته اړتیا وه.

هغه زیاته کړه، د دغه کرنیز لابراتوار پر جوړولو یې له ۱۰۰ زره ډالره ډېره پانګونه کړې چې ۵۱ ډوله کرنیز معاینات په کې ترسره کېدای شي.

دی وايي، په دغه لابراتوار کې د خاورې، اوبو او د نبات د مختلفو برخو لکه ريښې، تنې، پاڼې او مېوو د بېلابېلو امراضو معاینات ترسره کېږي.

دغه راز په دغه لابراتوار کې د کيمیاوي سرې د کیفیت معلومولو، د باغونو، پالېزونو او ځمکو د فنګسي، باکتریايي، وایروسي، نیماټوډي او نورو امراضو تشخیص کېدای شي.

نوري وویل، په دغه ګام سره به په کندهار کې کرنه او بڼوالي وده وکړي او هغوی به ښه حاصلات ولري.

د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال چې د دغه لابراتور په پرانیسته کې یې ګډون کړی و، پژواک ته وویل، د کرنې او بڼوالۍ د ودې او د ښه حاصلاتو درلودلو لپاره د دغه لابراتوار جوړول یو مهم ګام دی.

هغه زیاته کړه، له دې سره به د کندهار او په ټوله کې د سوېلي زون په کچه د زراعتي امراضو د تشخیص او درملنې اسانتیا برابره شي.

د کندهار د کرنې ریاست استازي حضرت ولي ولي پژواک ته وویل، د خاورې تشخیص د کرنې د ودې لپاره یوه تر ټولو مهمه چاره ده.

هغه د دغه لابراتوار له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د سوېلي زون په نورو ولایتونو کې دې خپلې څانګې هم پرانیزي او خپل خدمات دې پراخ کړي.

د کندهار کروندګر او بڼوال په دغه ولایت کې د کرنیز لابراتور پر جوړېدو خوښ دي او وايي، دا د دغه ولایت د هر کروندګر او بڼوال غوښتنه وه چې خصوصي سکتور پوره کړه.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوه بڼوال حاجي فیض محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر مهال به یې د انګورو باغ مرض پیدا کول خو دوی یې په تشخیص او درملنه کې پاتې راتلل؛ ځکه کندهار کې داسې یو لابراتوار نه و چې مرض تشخیص او درمل تجویز کړي.

دی وايي، د دغه لابراتوار سره اوس دا ستونزه حل شوه او اوس به پر وخت د امراضو او افاتو مخنیوی کوي او خپل بڼ به له  زیانه ژغوري.

د ډنډ ولسوالۍ یوه کروندګر نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لابراتوار به د نوو باغونو په جوړولو او ښو حاصلاتو درلودلو کې ډېره مرسته وکړي.

ده پژواک ته وویل، له دې مخکې چې خلکو باغونه جوړول او یا یې ځمکې د نورو توکو کرلو ته چمتو کولې نو نه پوهېدل چې دغه ځمکه د دغو تولو لپاره مناسبه ده او که نه، خو اوس به د دغه لابراتور په مرسته د ځمکې او خاورې پېژندې چارې په اسانۍ ترسره کېږي.

کندهار د هېواد په سوېل کې هغه ولایت دی چې هر کال په زرګونو ټنه وچه او لنده مېوه بهر ته صادروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه