Language

پاکستان ته د غنمو قاچاق کندهار کې د غنمو بیې لوړې کړي

کندهار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹): په کندهار او د سوېلي زون په یو شمېر ولایتونو کې د غنمو حاصلات رسېدلي، خو د دې پر ځای چې په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړي پاکستان ته قاچاق کېږي.

پاکستان ته د قاچاق له امله د غنمو بیې دوه برابره لوړې شوي چې یو من/۴،۵ کیلوګرامه یې په ۱۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دا چې سږ کال د اورښتونو له پلوه اباد دی، د کندهار او هلمند په ګډون په سوېلي زون کې په پراخه کچه غنم کرل شوي چې ښه حاصلات ورڅخه تر لاسه شوي.

په کندهار کې پر ۶۷ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې د حاصلاتو کچه یې شاوخوا ۲۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

په ورته توګه په هلمند کې پر ۱۱۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې شاوخوا ۴۴۳ زره مټریک ټنه حاصلات ورڅخه تر لاسه شوي دي.

خلک وايي، په هېواد کې د کرونا وایرس خپرېدو او له دې امله د لارو له بندېدو سره د نورو توکو په ګډون د اوړو بیې هم لوړې شوې، تمه دا وه چې دغلته به د غنمو د حاصلاتو له رسېدو سره بیې ټیټې شي خو له بده مرغه چې پاکستان ته د قاچاق له امله نورې هم لوړې شوې دي.

د کندهار یوه مدني فعال عزت الله امید پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرونا بحران او لارو بندېدو له امله په دې ولایت کې د یوه پارسل ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې مخکې په ۱۳۰۰ افغانۍ وه.

دی زیاتوي، د یو من/۴،۵ کیلوګرامه غنمو بیه مخکې ۸۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی د بیو دغه لوړېدا د غنمو د قاچاق له امله ګڼي او وايي، د سوېلي زون د ولایتونو غنم د هلمند د بهرامچې، د زابل د شینکۍ اونورو فرعي لارو پاکستان ته قاچاق کېږي.

دی وايي، د خلکو هیله دا وه چې په کور دننه د غنمو د حاصلاتو له رسېدو سره به بیې ټیټې شي، خو د یادې شوې ستونزې له امله ورځ تر بلې نورې هم لوړېږي او بې وزله وګړي یې د اخیستلو توان نه لري.

نوموړی وېره ښيي، که د کرونا بحران او د لارو بندېدا همداسې روان وي او پاکستان ته د وطني غنمو د قاچاق مخنیوی و نه شي نو خلک به د اوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

په کندهار ښار کې د غنمو یوه پلورونکی داد محمد بیا وايي چې په دې ولایت کې ځکه د غنمو بیې لوړې شوي چې له هلمند او فراه ولایتونو څخه کندهار ته د غنمو پر راوړلو بندیز لګول شوی.

login or register a new account.

Related Topics