کندهار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹): په کندهار او د سوېلي زون په یو شمېر ولایتونو کې د غنمو حاصلات رسېدلي، خو د دې پر ځای چې په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړي پاکستان ته قاچاق کېږي.
پاکستان ته د قاچاق له امله د غنمو بیې دوه برابره لوړې شوي چې یو من/۴،۵ کیلوګرامه یې په ۱۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دا چې سږ کال د اورښتونو له پلوه اباد دی، د کندهار او هلمند په ګډون په سوېلي زون کې په پراخه کچه غنم کرل شوي چې ښه حاصلات ورڅخه تر لاسه شوي.
په کندهار کې پر ۶۷ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې د حاصلاتو کچه یې شاوخوا ۲۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
په ورته توګه په هلمند کې پر ۱۱۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې شاوخوا ۴۴۳ زره مټریک ټنه حاصلات ورڅخه تر لاسه شوي دي.
خلک وايي، په هېواد کې د کرونا وایرس خپرېدو او له دې امله د لارو له بندېدو سره د نورو توکو په ګډون د اوړو بیې هم لوړې شوې، تمه دا وه چې دغلته به د غنمو د حاصلاتو له رسېدو سره بیې ټیټې شي خو له بده مرغه چې پاکستان ته د قاچاق له امله نورې هم لوړې شوې دي.
د کندهار یوه مدني فعال عزت الله امید پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرونا بحران او لارو بندېدو له امله په دې ولایت کې د یوه پارسل ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې مخکې په ۱۳۰۰ افغانۍ وه.
دی زیاتوي، د یو من/۴،۵ کیلوګرامه غنمو بیه مخکې ۸۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړی د بیو دغه لوړېدا د غنمو د قاچاق له امله ګڼي او وايي، د سوېلي زون د ولایتونو غنم د هلمند د بهرامچې، د زابل د شینکۍ اونورو فرعي لارو پاکستان ته قاچاق کېږي.
دی وايي، د خلکو هیله دا وه چې په کور دننه د غنمو د حاصلاتو له رسېدو سره به بیې ټیټې شي، خو د یادې شوې ستونزې له امله ورځ تر بلې نورې هم لوړېږي او بې وزله وګړي یې د اخیستلو توان نه لري.
نوموړی وېره ښيي، که د کرونا بحران او د لارو بندېدا همداسې روان وي او پاکستان ته د وطني غنمو د قاچاق مخنیوی و نه شي نو خلک به د اوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.
په کندهار ښار کې د غنمو یوه پلورونکی داد محمد بیا وايي چې په دې ولایت کې ځکه د غنمو بیې لوړې شوي چې له هلمند او فراه ولایتونو څخه کندهار ته د غنمو پر راوړلو بندیز لګول شوی.
ده پژواک اژانس ته وویل، چارواکو دغه بندیز له دې امله لګولی چې ګواکې دغه غنم د کندهار له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي، په داسې حال چې غنم د هلمند د بهرامچې له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.
دی له چارواکو غواړي چې په کور دننه دې د غنمو د لېږدل رالېږد مخنیوی نه کوي، بلکې پر سرحدونو دې یې پاکستان ته د قاچاق مخه ونیسي.
د ده د معلوماتو له مخې، هره ورځ په غنمو بار لسګونه کاماز موټرونه د بهرامچې له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.
د هلمند د لښکرګاه ښار د غنمو یوه پلورونکي شریف الله پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شمېر سوداګر د خپلې شخصي ګټې لپاره خلک له لوږې سره مخ کوي.
هغه وايي: ((غنم تر راټولېدو وروسته ترېشل شوي نه وي چې خرڅېږي او د بهرامچې له لارې پاکستان ته وړل کېږي، څه وخت وروسته همدا زموږ غنم بیرته افغانستان ته راوړل کېږي او په څو برابره ګټه راباندې پلورل کېږي.))
د ده په خبره، له همدې امله په هلمند کې هم د غنمو بیه لوړه شوې او یو من یې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وویل، پاکستان په خپلو غنمو بسیا دی او د افغانستان غنمو ته اړتیا نه لري، خو یو شمېر افغان سوداګر دا کار د خپلې شخصي ګټې لپاره کوي.
دی وايي، افغان سوداګر ځکه پاکستان ته غنم قاچاق کوي چې له پوستکي یې جدا او له مغز څخه یې جدا ګټه تر لاسه کوي چې دغه اسانتیا په کور دننه نشته.
د ده په خبره، کوم غنم چې سوداګر یې پاکستان ته قاچاق کوي، له پوستکي یې سریلاک (د ماشومانو لپاره یو ډول خوراک) جوړېږي او له مغز څخه یې اوړه جوړېږي او په دې توګه دوه ګټې کوي.
دی وايي، که په کور دننه داسې فابریکې جوړې شي چې د غنمو پوستکی او مغز سره جلا کړي او له دواړو د استفادې امکانات برابر کړي نو د قاچاق مخنیوی په خپله کېږي.
خو د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر بیا دا کار د سوداګرو نه بولي او وايي، کېدای شي ځینې کسان به دا کار د سوداګرو په نوم د خپلې ګټې لپاره کوي.
هغه پژواک ته وویل، همدا اوس په پاکستان کې د غنمو سېزن دی او هغوی یې خپله نورو هېوادونو ته صادروي.
خو نوموړي ومنله چې کندهار ته د هلمند او فراه د غنمو پر راوړلو بندیز لګول شوی چې همدې چارې دلته د غنمو او اوړو بیه لوړه کړې ده.
ده نیوکه وکړه چې حکومت د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د قحطۍ د مخنیوي لپاره هیڅ تدابیر نه لري، په داسې حال کې چې ډېر پخوا به حکومتونو غنم او نور توکي له کروندګرو اخیستل، زېرمه کول به یې او د اړتیا پر مهال به یې بازار ته وړاندې کول.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي، د کندهار او هلمند اوسېدونکي پاکستان ته د غنمو د قاچاق ادعاوې کوي او دوی دغه موضوع جدي نیولې ده.
هغه پژواک ته وویل، د کندهار، هلمند او نیمروز والیان په دې برخه کې په همغږۍ کار کوي، څو تر وخت مخکې د دغسې کړنې مخنیوی وکړي.
دی وايي، د پاکستان په څېر هېواد ته چې په خپله د غنمو او اوړو لوی صادروونکی دی، د غنمو قاچاق هیڅ منطق نه لري او دوی تر اوسه دغسې موارد نه دي موندلي.
بهیر وویل، تېره ورځ د غنمو یو شمېر سوداګرو د کندهار له والي سره وکتل او ویې ویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د دوی په غنمو بار لسګونه موټر د نیمروز ولایت اړوند په دلارام سیمه کې له دې امله درول شوي چې ګواکې دوی دغه غنم پاکستان ته قاچاق کوي.
دی وايي، د کندهار والي هغوی ته د ستونزې د حل ډاډ ورکړ او سوداګرو وویل چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په راټولېدونکو غنمو لومړی د خپلې سیمې اړتیا پوره کوي او پاتې به په خپلو ګودامونو کې ساتي او اجازه نه ورکوي چې څوک یې پاکستان ته قاچاق کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










