Language

امریکایي جنرال: طالبانو د قطر د تړون ژمنې نه دي عملي کړې

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): یوه لوړ پوړي امریکایي جنرال ویلي چې د دې وخت لا نه دی چې امریکا دې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېت مکینزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبانو تر اوسه هغه ژمنې نه دي عملي کړې چې د دوحې په هوکړه کې راغلې دي.

د ده په خبره، طالبانو د داعش پر وړاندې اقدام کړی، خو له القاعده شبکې سره اړیکې لري، پر امریکایي ځواکونو یې بریدونه درولي دي، خو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو په یوه راپور چې څو ورځې مخکې خپور شوی و، هم راغلی چې طالبان اوس هم له القاعدې سره اړیکې لري او د مذاکراتو پر مهال یې ورسره سلا مشورې کولې.

دغه امریکایي جنرال وایي، طالبان پر امریکا نه دي ګران، خو طالبانو امریکا ته خطر نه دی جوړ کړی، بلکې هغه ډلو جوړ کړی چې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

جنرال میکنزي دغه ډلې داعش او القاعده شبکه یادې کړې دي.

دغه لوړپوړي امریکایي نظامي ویلي: ((زموږ حضور او وتل باید له حالاتو سره تړلي وي او همدا چې له افغانستانه امریکا او متحدینو ته یې خطرونه ختم شول، باید د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو پرېکړه دې وشي.))

خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد کاروي.

login or register a new account.