Language

خلیلزاد: افغان حکومت او طالبان دې د بندیانو خوشي کولو ته دوام ورکړي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): په کابل کې د امریکا سفارت وایي چې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان مشرانو ټینګار کړی چې د بندیانو خوشي کولو لړۍ ته دوام ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د غبرګولي په ۲۲مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد پرون کابل ته د سفر پر مهال له افغان مشرانو سره د سولې پر پروسې او وروستیو اقداماتو ګټورې خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړي له ولسمشر غني، د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د امریکا سفارت وایي چې دوی د سولې پروسې پر راتلونکو مهمو اقداماتو، په ځانګړې توګه د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز خلیلزاد د دواړو لورو له خوا د بندیانو خوشي کولو لړۍ ته پر دوام هم ټینګار وکړ.

خلیلزاد دغه راز ټینګار کړی چې له هغو اقداماتو دې ډډه وشي چې د سولې روانې هڅې ورسره زیانمنېږي.

د سرچینې په وینا، زلمي خلیلزاد افغان مشرانو ته د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو او همکاریو په اړه هم معلومات ورکړل.

د یادونې ده، خلیلزاد له کابل مخکې په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر او په دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره پر راتلونکو اقداماتو خبرې کړې وې.

سیمې ته د هغه د دغه سفر په جریان کې د پاکستان د پوځ مشر او د قطر ځانګړی استازی هم کابل ته راغلل او له افغان مشرانو سره یې پر سولې خبرې وکړې.

login or register a new account.