Language

ولسمشر : ډیر ژر به د طالبانو پاتې بندیان هم خوشې شي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایی چې د اختر د اوربند له اعلان سره یې د دوه زره بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړاو ډېر ژر به پاتې دوه زره نور هم اعلان شي.

له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د امریکا متحدو ایالتونو د سولې انستیتيوت او اتلانتیک شورا په نوښت د جوړ شوي ویډیو کنفرانس له لارې د سولې لپاره د افغانستان لیدلوری بیان کړ. 

سرچینې زیاته کړې، ولسمشرغني په ارګ کې د دغه ویډیو کنفرانس له لارې د اتلانتیک شورا مسوولینو څخه د دغې زمینې برابرولو مننه وکړه او همدارنګه یې له افغانستان سره د امریکا د حکومت او خلکو د مرستو، مالیه ورکوونکو او د هغو امریکایي عسکرو د کورنیو قدرداني وکړه چې د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې قرباني شوي دي.

ولسمشر ویلي : (( زما لیدلوری دا دی چې د افغانستان ښځې او نارینه له شرایطو دګټې اخیستنې وړ کړم او ګډ راتلونکی ولرو. سره له دې چې د دې لیدلوري تطبیق ستونزمن دی، خو پنځه کلیدي سره تړلې موخې دې ته بستر جوړولی شي. هغه زیاته کړه، موږ باید پر ستونزو بریالي شو. سوله د دې لپاره اساسي برخه ده چې جنګ او تاوتریخوالی پای ته رسولی او موږ د دې وړ ګرځوي چې پر خپلو لیدلورو اساسي تمرکز وکړو.))

هغه زیاته کړې، د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او دوستانه مناسباتو غوښتونکي دي، د دې لپاره د مشارکت وسایلو ته وده ورکړي.

محمداشرف غني د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې اوربند ستر حرکت وباله او ویې ویل : ((موږ وکولای شول، مخته لاړ شو او د اوربند له اعلان سره مو د دوه زره بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړاو تصمیم لرو چې نور بندیان هم خوشې کړو چې ژر به یې نېټه اعلان شي.))

هغه هیله څرګنده کړه چې طالبان هم ټول بندیان ازاد کړي. بشردوستانه حالت ګډ کار ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه : ((  پر دې خوښ یو چې د امریکا او ناټو عسکرو مړینه کمه شوې، خو لا هم د تاوتریخوالي له امله له ۶۰-۷۰ افغانان هره ورځ قرباني کېږي، دا کچه باید بېخي راکمه شي.))

ولسمشر اشرف غني ویلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د استازي په مشرۍ راغلي پلاوي سره یې پرون او نن د سولې پروسې په اړه خبرې کړي.

هغه زیاته کړه : (( موږ غواړو سوله ییز افغانستان ولرو، ځکه سوله زموږ لومړیتوب دی او د دې لپاره موږ همغږي او ښه فرصت لرو.))

ولسمشر اشرف غني افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال باجوه په سفر خوښي وښوده او ویې ویل، هېواد یې په اساسي قانون د استوار افغانستان چې د همکارۍ، سوداګرۍ او اتصال مرکز وي، ملاتړ کوي .

 ده زیاته کړه : (( زموږ او  پاکستان باید لا نږدې اړیکې ولرواو هیڅ هېواد باید د یو او بل پر ضد خپله خاروه ونه کاروي.))

login or register a new account.