Language

​قطر د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو هیله څرګنده کړه

کابل (پژواک، ۲۲ غبرکولی ٩٩) : د قطر استازي ولسمشر غني سره په لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي، ولسمشر غني ته د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خپل هیواد د همکاریو ډاډ ورکړ او د سولې بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو هیله یې وښوده.

ولسمشر غني ډاکټر القحطاني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، سوله د خلکو اساسي غوښتنه او د افغانستان حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده، د افغانستان حکومت او ولس سولې ته ژمن دي.

هغه په ټینګار سره وویل، د افغانستان حکومت د تلپاتې او باعزته سولې د تامین لپاره عملي ګامونه اخیستي او هیله ده چې د دغې پروسې نور دخیل اړخونه هم ورته عملي ګامونه پورته کړي.

دغه راز د قطر استازي پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په لیدنه کې د سولې پر وروستیو اقداماتو خبرې کړې.

نوموړی په داسی حال کې کابل ته راغلی چې ټاکل شوې بین الافعاني مذاکرات په قطر کې ترسره شي.

login or register a new account.