خوست ښار (پژواک،۲۳ غبرګولی ۹۹): د خوست ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې پر ملکي کسانو د وسله والو مخالفینو برید پر شا تمبول شوی دی.
د خوست ولايت مقام له لوري د غبرګولي په ۲۳مه په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د څنډي کلي سیمه کې تېره ورځ ناوخته وسله والو مخالفینو پر ملکي وګړو برید وکړ چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شول.
سرچینې زیاته کړې، وسله والو مخالفینو د خلکو پر کورونو د هاوان او راکېټونو برید وکړچې د مخنیوي لپاره یې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلل.
د خوست ولایت مقام وایي، ټپیان دا مهال خوست ښار او د قلندر ولسوالۍ روغتونونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې د ملکي خلکو د خوندیتوب او ساتنې لپاره په سیمه کې خاصه قطعه او ملي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي چې پر هوایي ځواک او لرې واټن ویشتونکو وسلو سمبال دي.
سرچینې زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د څلور مخالفینو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP