دویم تعقیب/ کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۹): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د لمانځه پر مهالشوې چاودنې د یاد جومات د ملا امام په ګډون څلور کسان وژلي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: ((د لومړنیو معلوماتو له مخې، نن ماسپښین د جمعې لمانځه پر مهال په جومات کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې د یاد جومات ملا امام عزیزالله مفلح او درې نور لمونځ کوونکي وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوي دي.))
دغه راز هغه لیکي: ((مقدس مکانونه او عبادرت ځایونه له هر ډول ګواښه خوندي دي خو د اسلام او افغانستان دښمنان د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف خپلو جنایت کارانه کړنو ته دوام ورکوي.))
عیني شاهدان وايي چې چاودنه د جمعې د لمانځه ادا کېدو پر مهال وشوه او ټپیان یې روغتونونو ته ولېږل.
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۱۳ نېټه د وزیر محمد اکبر په جامع جومات کې هم چاودنه وشوه چې په کې د دغه جومات ملا امام ډاکتر محمد ایاز په ګډون دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان وو.
login or register a new account.