کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹) : د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د نړیوالو قوانینو سره سم چلند وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د سفیر عبدالغفورلېوال د احضار او په افغانستان کې د ایران ضد لاریونونو باندې د هغوی د اعتراض په ځواب کې کړې دي.
افغانانو وروسته له هغه په کابل او یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه وکړل چې ایران له افغانانو سره ناوړه چلند پیل کړ،یو شمېر یې سیند ته وغورځول او ځینې نور یې پر یوه موټر برید کې وسوځول.
د ولسمشر دویم مرستیال د غبرګولي په ۲۵مه، په ټویټر کې لیکلي چې ګاونډیان باید له افغانستان سره د نړیوالو قوانینو او صولو سره چلند وکړي او ښه نیت ولري.
هغه زیاته کړې: " موږ له خپلو ګاونډیانو غواړو چې د افغانستان په تړاو له هر ډول بحراني حالاتو جوړولو ډډه وکړي."
دانش ویلي چې افغانان کولی شي په ښه توګه خپلې شخړې او ستونزې په خپله د خبرو اترو او یو بل ته د متقابل احترام له لارې هوارې کړي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د ایران د اعتراضونو په ځواب کې ویلي چې د اساسي قانون له مخې، افغانان د سوله ییزو لاریونونو او اعتراضونو حق لري.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د رامنځته شویو شخړو او ناندریو په تړاو د خبرو اترو لپاره یو افغان پلاوی تهران ته ولاړ شي.
login or register a new account.