Language

ناټو : طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو په تړاو خپله ژمنه عملي کړي

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹) : د ناټو سازمان وایي چې وسله وال طاالبان باید د تاوتریخوالي کمولو په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پوټنیکروف د غبرګولي په ۲۶مه، په ټویټر کې لیکلې دي.

هغه زیاته کړه چې د ویډیو له لارې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره هم نن د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.

د ناټو ملکي استازي ویلي، سره له  دې چې ننګونې او ستونزې شته، خو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چې کومه هیله پیدا شوې، باید ورته په بېړه کار وشي.

سټیفانو وایي چې طالبان باید د خپلو افغانانو د ګټو لپاره یو لړ اقدامات وکړي.

د ناټو استازي په داسې حال کې له حنیف اتمر سره خبرې کړې چې ټاکل شوې ده نن ماښام د افغانستان ، روسیې او امریکا د استازو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پروسې د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې اترې وشي.

login or register a new account.

Related Topics